د طالبانو انصاف!
ليكوال: عبدالحى كاكړ
منبع: بي بي سي ارود
پاڼه
ژباړونكى: سهېل لوېديځ
ځوانو نجونو ته پر عام سړك جزا
ورکول
د پښتونخوا ايالت له سوات څخه په لومړي ځل يوه داسي ويډيو
خپره سوې، چي ځايي طالبان په عام محضر كي يوه ځوانه نجلۍ وهي، خو حكومت او طالبان
له دې پېښي ناخبري څرګندوي.
د مبايل په ذريعه دغه د دوو دقيقو عكاسي اوس له هر مبايل
والا سره په بازار كي موندل كېږي.
په ويډيو كي ښكاري چي طالبانو په سرو جامو او توره چادري
ملبسه يوه ځوانه نجلۍ پر مځكه پرې ايستلې، دوو تنو نيولې او يو يې په وهلو بوخت دئ
او په لسهاوو كسان د دې منظرې ليدلو ته راټول دي.
سزا وركوونكي كسان په پښتو
ږغېږي او نجلۍ هم په پښتو ژبه فرياد كوي، چي توبه يې ده، د پلار او مور يې لا هم
توبه ده، بل وار به داسي نه كوي.
هغه له سختو دردونو او سوخت څخه په وار – وار شكايت كوي
او د خداى روى ورته نيسي چي يو ګړى يې پرېږدي.
تر پنځلسو چلاخو وروسته نجلۍ خوشي
كېږي، په دې وخت كي يو ږېرور سړى د هغې خوا ته ورځي او يوې خوني ته يې بيايي، له
چيغو، بغارو او نارو څخه هغه تقريباً ۱۴ كلنه ښكاري.
بي بي سي هڅه كړې چي د لسو ځايي اوسېدونكو سره تماس
ونيسي، تر ډېرو ستونزو وروسته هغوى فقط د دې پېښي تائېد وكړ او وايي پېښه د سوات په
كبل كي كالا كلي رامنځته سوې ده.
ځايي خلګ د بېري له وجې د نورو معلوماتو له
وركولو څخه ډډه كوي، خو دا لا نه ده معلومه چي نجلۍ څوك ده او هغوى ولي سزا
وركوله.
د طالبانو وياند مسلم خان وايي په وروستيو ورځو كي د سزا
پېښه نه ده رامنځته سوې، او د دې واقعې څخه يې ناخبري وښودله، البته هغه وويل د امن
تر تړون دمخه د مولانا فضل الله په حكم ښځو ته سزا وركول كېده.
هغه وويل پخوا
ښځو ته پر سړكونو يا په عام محضر كي سزا نه وركول كېده، بلكي مولانا حكم كړى و، چي
ښځو ته دي سزا په كومه كوټه كي وركول كېږي.
د مسلم خان په وينا پخوا دوى هغو ښځو ته سزاوي وركولې، چي
له كوره به وتلي وې او يا به يې غير اخلاقي كارونه ترسره كول.
د ملكنډ ډويژن
كميشنر سيدمحمد جاويد هم د مسلم خان خبري تائېد كړې او وايي پخوا ښځو ته داسي سزاوي
وركول كېدې، خو د هغه په وينا د امن تر تړون وروسته طالبانو خپل شخصي عدالتونه بند
كړل.
تر اوسه دا معلومه نه ده چي دا پېښه د امن تر تړون دمخه
او كه وروسته رامنځته سوې ده. خو ويډيو دا څرګندوي چي طالبان په سوات كي پر عام سړك
ښځو ته د نارينه وو په مخ كي د وهلو سزا وي وركوي.
که پورتنۍ ويډيو نه ليدل کېږي ، لاندنی لينک کليک کړئ
.
http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/2009/04/090402_taliban_girl_flogging_fz.shtml