پاکستان د امريکا سره د هر يوه طالب پر سر پنځه زره ډالره اخستي دي
اسيوشيټيډ پريس د ۱۹مارچ ۲۰۰۹
لارنڅ ويکنسن د بوش د حکومت يوه پخواني نظامي سلاکار ويلي دي چي د ګوانتانامو زياتره اوسيدونکي بېګنا خلک دي ، ځيني داسي بېګنا کسان شپږ يااووه کاله پرته له محکمې څخه په بند کي ژوند تېروي ، نوموړي دا هم ويلي دي چي دا کسان بايد سملاسي له بند څخه خوشي سي .
ويکنسن داهم په ډاکه کړېده چي د امريکا د پخواني ولسمشر مرستيال ډيکچيني او ددفاع پخواني وزير رمزفيلډ له دې موضوع څخه باخبره وو خو دوی دا ددې لپاره پټه ساتلې وه چي هغه به دوی ته رسوايي ورپه برخه کړي ، سلاکار دا هم زياته کړې ده چي د القاعده او طالبانوسره د تړاو درلودولو په پلمه پاکستان زيات طالبان پر امريکايانو خرڅ کړيدي ، د مثال په توګه د هر يوه طالب پر د پاکستان اسخباراتي دستګا د امريکايانو څخه پنځه زره امريکايي ډالره ترلاسه کړي دي .
د پاکستاني دولت په اړه تېره اوونۍ هم داسي خبرونه خپاره سول چي له مخي يې پر پاکستان تور لګيدلی و چي د ټولي پريکړي يې د کفر قانون له مخي کېږي دا خبره يوه سيمه ايز اسلامي مشر تېره اوونۍ مطبوعاتو ته وکړه .
د امريکا د اسلامي امارت د نسکورېدو پر مهال پاکستاني چارواکو د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم امريکايانو ته د پيسو په بدل کي سپارلی و ، چي په ګوانتامو کي تر زندان او شکنجو وروسته بېرته ازاد کړه سو .
د چارو پوهان وايي د پاکستان اداره د هر چا سره په راکړه ورکړه چي لومړی د خپل هيواد ګټي په پام کي نيسي ، که له چا سره مرسته او لاسنيوی هم کوي نو د خپلو ملي ګټو پر اساس يې ترسره کوي ، دا هغه پياوړې تګلاره ده چي بايد نور يې هم ترې زده کړي .