د ډاکټر يوسف قرضاوي او هاشمي رفسنجاني د مناقشې پښتو ژباړه

د لراوبر اداره | مې 8th, 2009



 


دا کتابګوټی د اسلامي نړۍ د عالمانو د يووالي ټولنې د مشر او ستر بې جوړې عالم ډاکټر يوسف قرضاوي او ايران د مصلحت پېژندنې ادارې د رئيس او شيعه مذهب د مخکښ عالم هاشمي رفسنجاني _چې يو مهال د ايران ولسمشر هم و_ تر منځ څه موده وړاندې په الجزيره ټلوېزيون کې د يوې تر سره شوې مناقشې کتابي بڼه ده، چې پښتو ژباړه يې د تکړه ليکوال او ژباړن ښاغلي عبدالحميد فراز په مټ تر سره شوې ده. دا ستر کتابګوټی که څه هم په کچه وړوکی، خو په معنويت کې تر ډېرو لويو کتابونو لوړ او ارزښتناک دی.


په دې کتابګوټي کې د دواړو عالمانو له لوري د اسلام په اړه ډېر مهم مسايل سره مطرح شوي دي، لکه: د شيعه ګانو او سُنيانو تر منځ د اختلافونو عوامل او حل لارې يې، په عراق کې د تر سره کېدونکو تاوتريخوالو د له منځه وړلو چاره سنجي، د رسول الله(ص) د اصحابو او سُنيانو په اړه د شيعه ګانو دريځ، هغه مذهبي لاسوهنه _چې د ايران له لوري په عراق او نږدې ټولو اسلامي هېوادونو کې تر سره کېږي_ د اسلامي امت د يووالي ارزښت، د مذاهبو د نږدېوالي اړتيا او نور لوى او کوچني مهم مذهبي مسايل … په ټوليزه توګه بايد وويل شي، چې مناقشه ډېره په زړه پورې ده. هم د پوښتونکي له لوري په زړه پورې او مهمې پوښتنې مطرح شوې او هم دواړو مناقشه کوونکو د دغو پوښتنو په اړه خپل-خپل نظريات او دريځونه څرګند کړي دي. د دې کتابګوټي بله ځانګړتيا په دې کې ده، چې د مذاهبو په نږدېوالي کې هم ډېر اغېزناک تمام شوى دى (او تمامېدلاى شي). حتى ويل کېږي، چې د همدغې مناقشې له امله عراق د ثبات او سولې څښتن شو او له وجې يې په عراق کې هغو مذهبي ډلوژنو ته د پاى ټکى کښېښودل شو، چې هر ځل به په سلګونو عراقيان پکې له منځه تلل.


برسېره پر دې په دې کتابګوټي کې نږدې هغو ټولو شکمنو پوښتنو او اختلافونو ته هم علمي، منطقي او مدلل ځوابونه ويل شوي دي، چې له امله يې د سُني او شيعه مذهب د پيروانو تر منځ ليريوالى رامنځته شوى دى.


د يادونې وړ ده، چې کتابګوټی ټول ټال (٣٥) مخونه لري، چې پر ښه سپين کاغذ د رنګه او کلکې پښتۍ په لرلو په ډېر ښکلي صحافت همدا اوس تازه له چاپه راوتلی دی. کمپوز او ډيزاين يې پخپله د ژباړن له خوا شوی، خو په چاپي لګښت کې ورسره څو تنو ملګرو (د اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت مرستيال ښاغلي ظاهر جان او د ويښ ملګري فرهنګي ټولنې غړي ښاغلي محمد يعقوب مجددي) مالي مرسته کړې ده، چې نوموړی ترې د زړه له کومې مننه کوي.


Copyright Larawbar 2007-2024