د عامي روغتيا وزارت نه اساسي قانون مني او نه د ولس حق !

د لراوبر اداره | جون 4th, 2009


 
د عامې روغتيا وزير ښاغلى ډاكټر سيد محمد امين فاطمي، د هغه مرستيال، فيض الله كاكړ، وياند عبدالله فهيم او نور چې په هره خبري غونډه كې خبرې كوي، قسم يې خوړلى كه پښتو ووايي. له وزيره رانيولې تر ويانده پورې ټول پر يوه لار روان دي او لكه چې د زرياب صاحب پاليسي مخته وړي .


وزير صاحب خو په هره غونډه لكه بلبل لګيا وي، خو ډېرې وروسته پاتې او بې اهميته خبرې كله- كله په پښتو كوي، د ساري په توګه د چاپېريال ساتنې په نړيواله ورځ كې وزير صاحب په وروستيو يوې يا دوو دقيقو كې څه پښتو خبرې وكړې .


وزير صاحب چې له مطبوعاتو سره ښې اړيكې هم لري، هيله ده په دې هم ځان پوه كړي چې دغه وزارت، د يوې ډلې، يوه لوري او يوې ټلوالې مال نه دى، بلكې دا د ټول ملت دى او ټول په كې برابر حق لري، له وزير صاحب فاطمي څخه هيله كوو، چې ټولو ژبو ته په درنه وګوري او دافغانستان د اساسي قانون پر اساس ددې هيواد لومړۍ ملي او رسمي ژبه  هېره نه كړي .


زه ډاكټر فيض الله كاكړ ته حيران يم، چې څنګه بې پښتو انسان دى، كه چېرې د نورو كابل ځپلو خلكو غوندې له پښتو سره حساسيت لري، پر ځان دې (كاكړ) تخلص نه ږدي، تخلص دې بدل كړي، بيا به خلك ګيله هم نه ورڅخه كوي .


 نوموړي خو قسم كړى چې هېڅكله پښتو ونه ږغېږي، ان ځينې وخت په غونډو كې په پښتو ورڅخه پوښتنه كېږي، خو كاكړ صاحب ځواب په پښتو نه وركوي . دا په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون پر ضد عمل دی .


د عامي روغتيا وزارت وياند هم داسي شخص دی چي يا خو په پښتو ژبه نه پوهيږي او يا له دې ژبي سره تعصب لي ، په دواړو صورتو کي دا يو غير قانوني عمل دی، نوموړی رسنيو ته  يوازي په دري او انګريزي ژبه اعلاميې او خبرپاڼي ليږي له دې ښکاري چي نوموړی فکر کوي چي د ايران د عامي روغتيا وزارت وياند دی او يا دا چي له پښتو ژبي سره کرکه لري . که د عامي روغتيا وزارت او نور دغسي عمل ته ددموکراسۍ او خپلي خوښي نوم ورکوي نو دموکراسي خپل ځای لري ، کله چي څوک ددولت په تشکيل کي د ولس د خدمت په نوم مقرر کېږي نو د اساسي قانون په عملي کولو مکلف دي ، پر سړک او کوڅه بيا ددوی خوښه چي له خلکو سره په کومه ژبه خبري کوي .


 د عامي روغتیا وزارت  او اړوند مسولين که يې د افغانستان د اکثريت اوسيدونکو او دې هيواد د لومړۍ ملي او رسمي ژبي سره تعصب نلري،نو دي رسنيو او ولس ته د عمل په ډګر کي وښيي او د افغانانو له ملي او رسمي ژبو سره دي د مور او ميرې سلوک نه کوي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024