خبرونه ډاټ کام ویب پاڼه تازه پر ليکه سول

د لراوبر اداره | جولای 2nd, 2009


خبرونه ویب پاڼه چې تازه پر لېکه شوې ستاسو مرستې او ډاډ او ملاتړ ته اړتیا لري، هېله ده چې په خپلو ادبي ، سیاسي ،ټولنېزو او هنري لیکنو، نظرونو او تبصرو به راسره دا پاڼه وپالۍ.

موږ ستاسو ټولو مرستې ، همکارۍ او ډاډ په تمه یوو !

په درناوي – د خبرونه پاڼې چلونکي

 


 

د پاڼې په اړه :

په داسې حال کې چې پښتنې سېمې له هراته تر اټکه د پردیو تر ناتارلاندې دي او هره ورځ په لسګونو میندې د خپلو ځوانو بچیانو پر ویر ژاړي، د رېښتینو، بې پرې ، کره ، او پر وخت معلوماتو خپرول د سېمې د خلکو تر ټولو ستره اړتیا ده، او زموږ موخه دې همدې اړتیا د یوې وړې برخې پوره کول دي.

په دیني او فرهنګي برخو کې هم هڅه کوو چې خپل را له غاړې رسالت تر هغه حده چې توان يې لرو تر سره کړو.

خبرونه ویب پاڼه په هېڅ ډول شخړو او ناندرو کې د هېچا پلوي نه کوي، هغه کې په هېواد کې روانې سیاسي ناندرې دي ، که ټولنېزې او فرهنګي ناندرې دي او ان که د پښتنو لېکوالو او فرهنګیانو ترمنځ خپل منځي ناندرې دي .

د ختېځو ولایتونو څخه د څو ځوانانو پر مټ خپریدونکې خپلواکه او ناپېیلې خبري او فرهنګي ویب پاڼه (خبرونه) ېوازې ملي او اسلامي ارزښتونو او د ژورنالېزم ارونو ته ژمنه ده. اوبس.

د پښتني سېمو له دنګو غرونو رانېولې تر ښارونو هر چېرې چې پښتانه دي ، د هغوی ویر اودرد خپل ګڼو او له ټولو لوستو پښتنو هغوی چې د اینټرنیټ اسانتیا لري هېله لرو چې د خبرونو ویب پاڼه به راسره په کلکه و پالي.

تاسو که په افغانستان کې يئ او که د نړۍ په کوم بل ګوټ کې ،خبرونه ویب پاڼه خپل کور ګڼلی شئ ، او کولای شئ چې د خبرونه خبریال و اوسئ.
موږ ته د خپلې سېمې د تازه حال ، دیني او کلتوري ارزښتونو په اړه راپورونه ، لېکنې ، شعرونه او کېسې را واستوئ، او خبرونه ویب پاڼه د خپل ګډ معلوماتي کور په توګه و پالئ.

زموږ سره اړیکې د اړیکو د برخې له لارې هم نیولی شئ همدارنګه که غواړئ کولای شئ موږ ته پر دې بریښنالیک هم لیکونه راواستوئ .

barakhilm@gmail.com

د خبرونه د پاڼې چلونکې ستاسو د مرستې او همکارۍ په تمه دي.

په درناوي

د خبرونه پاڼې چلونکې ډله

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024