کور / خبرتیا او پيغامونه / خبرونه ډاټ کام ویب پاڼه تازه پر ليکه سول

خبرونه ډاټ کام ویب پاڼه تازه پر ليکه سول

خبرونه ویب پاڼه چې تازه پر لېکه شوې ستاسو مرستې او ډاډ او ملاتړ ته اړتیا لري، هېله ده چې په خپلو ادبي ، سیاسي ،ټولنېزو او هنري لیکنو، نظرونو او تبصرو به راسره دا پاڼه وپالۍ.

موږ ستاسو ټولو مرستې ، همکارۍ او ډاډ په تمه یوو !

په درناوي – د خبرونه پاڼې چلونکي

 


 

د پاڼې په اړه :

په داسې حال کې چې پښتنې سېمې له هراته تر اټکه د پردیو تر ناتارلاندې دي او هره ورځ په لسګونو میندې د خپلو ځوانو بچیانو پر ویر ژاړي، د رېښتینو، بې پرې ، کره ، او پر وخت معلوماتو خپرول د سېمې د خلکو تر ټولو ستره اړتیا ده، او زموږ موخه دې همدې اړتیا د یوې وړې برخې پوره کول دي.

په دیني او فرهنګي برخو کې هم هڅه کوو چې خپل را له غاړې رسالت تر هغه حده چې توان يې لرو تر سره کړو.

خبرونه ویب پاڼه په هېڅ ډول شخړو او ناندرو کې د هېچا پلوي نه کوي، هغه کې په هېواد کې روانې سیاسي ناندرې دي ، که ټولنېزې او فرهنګي ناندرې دي او ان که د پښتنو لېکوالو او فرهنګیانو ترمنځ خپل منځي ناندرې دي .

د ختېځو ولایتونو څخه د څو ځوانانو پر مټ خپریدونکې خپلواکه او ناپېیلې خبري او فرهنګي ویب پاڼه (خبرونه) ېوازې ملي او اسلامي ارزښتونو او د ژورنالېزم ارونو ته ژمنه ده. اوبس.

د پښتني سېمو له دنګو غرونو رانېولې تر ښارونو هر چېرې چې پښتانه دي ، د هغوی ویر اودرد خپل ګڼو او له ټولو لوستو پښتنو هغوی چې د اینټرنیټ اسانتیا لري هېله لرو چې د خبرونو ویب پاڼه به راسره په کلکه و پالي.

تاسو که په افغانستان کې يئ او که د نړۍ په کوم بل ګوټ کې ،خبرونه ویب پاڼه خپل کور ګڼلی شئ ، او کولای شئ چې د خبرونه خبریال و اوسئ.
موږ ته د خپلې سېمې د تازه حال ، دیني او کلتوري ارزښتونو په اړه راپورونه ، لېکنې ، شعرونه او کېسې را واستوئ، او خبرونه ویب پاڼه د خپل ګډ معلوماتي کور په توګه و پالئ.

زموږ سره اړیکې د اړیکو د برخې له لارې هم نیولی شئ همدارنګه که غواړئ کولای شئ موږ ته پر دې بریښنالیک هم لیکونه راواستوئ .

barakhilm@gmail.com

د خبرونه د پاڼې چلونکې ستاسو د مرستې او همکارۍ په تمه دي.

په درناوي

د خبرونه پاڼې چلونکې ډله

تبصره نسته

  1. مولادادباره خیل صيب ! سلامونه اوښې چاري . په دې هيله چي روغ اورمټ به ياست . خوښ سوم چي ستاسوپه له اړخه ديوې نوي پاڼي دپېلېدوڅخه خبرسوم له تاسودرنووروڼوڅخه هيله کوم چي دژورناليزم داصولوسره سم دټول هيوادپه کچه واقيعت ته ترجيح ورکړى .
    په درنښت .

    ستاسوپښتون وروراوپه کندهارکي د(وړانګي)راډيوعمومي مسؤل اود(هڅه )اونيزي مؤسس

  2. مبارک مو شه!
    ددې خبر پر لوستو ډېر خوښ شوم، ځکه پښتو ژبه ورځ په ورځ بډایه کېږي او خدای دې وکړي چې په دغه نوی سایټ کې د حقایقو په خپرولو کې له کوم تعبض او تعصب څخه کار وانخستلی شي اودوی او ګران هېوادوال خپل رسالت په سمه او رښتېنې توګه تر سره کړي او د ژونالیزم اصول په نظر کې ونیول شي.
    زه له ټولو لیکوالو، ژونالیستاتو، فرهنګپالو او نورو هېوادوالو څخه هیله کوم چې له دغې سایټ سره خپله مرسته تر خپلې وسې پورې تر سره کړي.

  3. تر ټولو لومړى تاوده سلامونه او نيكې هيلې : خوښ يم چې د يوې نوې خبري ګروتپاڼې له پر ليكه كيدا خبرشوم. دلته چې څه ليكم يوازې د چارو د لاښه كيدا په موخه يې ليكم . دا ويب پاڼه ( ګروتپاڼه )ده نه اويب پاڼه . چې تاسو تر خبرونو لاندې ليكلې ده زيار وباسئ چې هر څه كره او د لومړي لاس مواد وي . تر ټولولومړى مو ژبنۍ برخه بايد ډيره كره وي . اسلام ، پښتو ،افغان او افغانستان موبايد د ژمنتيا ټكي وي.
    بريالي اوسئ
    ډاكټر خان
    كابل ، افغانستان

  4. سلامونه،نیکې هیلې او پیرزونې مو ومنی!
    باره خیل صیب تاسو او ټولو فرهنګیانو ته مبارکي او هیله لرم چی په دغه پاڼه کی به زمونږ ددینیي ،پښتني او افغاني احساس له مخی توکي وکارول شي او په الیکترونیکي میډیا کی به دا دنورو پاڼو سره د پښتو ادب او افغاني فرهنګ د بډاینی باعث شي.
    په ډیره دیني او پښتنه مینه.

  5. باره خیل صاحب سلامونه او نېکې هېلی د نوموړي پښتو ساېټ څخه د خبرونو د خپرولو په اړه او بېا خاصتا پښتو ژبې ته دې ددومره ستر خدمت په اړه ډېر زېات خوشحاله شوم ستاسو د راتلونکو برېاوو په هېله
    مننه
    نقیب الحمن کمېن

  6. د رنه ښاغلۍ پاره حيل سلامونه
    مپارکي درته وايم او الله ج مو د داسۍ يو درانه مسوليت به برمحتګ کۍ تل پريالۍ لره د افغانستان ٣٠ کلن ناورين د کمونيستانو له پرکته افغانان در په دره کړه حو د دي ټونو نواقصو پاوجود يي دا ګټه هم وکړه چۍ بښتانه يي راويښ کړه
    هيله ده چۍ پي طرفي څخه مو مقصد لرو او پرو افغانانو ته کار کول وي
    سبين فرانکفورت

  7. In Khabarona.com Koza Pashton khwa have not to be Conected With Pakistan
    So Pashtoon Nation is know about that who are their enemy and they know about the policy of Panjob

    to be assurance we can say about SWAT
    who can belive that wer wil be start in SWAT From where torerest come to SWAT
    And how can they found Fire-arm

    I can just say it a Dramatic Policy of Panjab who wants to Fenish all Afghan Nation and Afghan is Just Pashton .
    Not Tajik .Not Hazara.Not Uzbek

  8. In Khabarona.com Koza Pashton khwa have not to be Conected With Pakistan
    So Pashtoon Nation is know about that who are their enemy and they know about the policy of Panjob

    to be assurance we can say about SWAT
    who can belive that wer wil be start in SWAT From where torerest come to SWAT
    And how can they found Fire-arm

    I can just say it a Dramatic Policy of Panjab who wants to Fenish all Afghan Nation and Afghan is Just Pashton .
    Not Tajik .Not Hazara.Not Uzbek

    http://khabarona.com/catalogy.php?CatID=14

    And you can check it in above link

  9. De Khabarona webpana yaw der sha gam de pasgtani kultur aw de pashtono de hal de khabartia lapara auchat shaway dy. Tolota mubaraky wayam aw bayed dagha nawi wranka taza wasato.
    Manana

  10. i am so happy for that site just
    thanks alot