دوو غبرګو ځانمرګو ٤١ کسه مړه او ٨٠ تنه ټپيان کړل

34 | جولای 9th, 2009


په عراق کي دوو ځانمرګو بريدونو ٤١ تنه مړه او ٨٠ کسه زخميان کړل.


د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي په شمالي ښار تل افار کي يوه ځانمرګي بريد کوونکي د ځان په ګډون ٣٤ کسه ووژل او نيژدې ٦٠ کسان يې ټپيان کړل.


د پوليسو په وينا کله چي خلګ د پېښي ځاى ته د مړو او ټپيانو د انتقالولو دپاره راغونډ سول، څو دقيقې وروسته يوه بل کس هم ځان وچاودئ چي اووه کسه يې مړه او ٢٠ زخميان کړل.


Copyright Larawbar 2007-2024