کور / تازه خبرونه / دوو غبرګو ځانمرګو ٤١ کسه مړه او ٨٠ تنه ټپيان کړل

دوو غبرګو ځانمرګو ٤١ کسه مړه او ٨٠ تنه ټپيان کړل

په عراق کي دوو ځانمرګو بريدونو ٤١ تنه مړه او ٨٠ کسه زخميان کړل.


د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي په شمالي ښار تل افار کي يوه ځانمرګي بريد کوونکي د ځان په ګډون ٣٤ کسه ووژل او نيژدې ٦٠ کسان يې ټپيان کړل.


د پوليسو په وينا کله چي خلګ د پېښي ځاى ته د مړو او ټپيانو د انتقالولو دپاره راغونډ سول، څو دقيقې وروسته يوه بل کس هم ځان وچاودئ چي اووه کسه يې مړه او ٢٠ زخميان کړل.