كوټــــه : د مالاكنډ بېكوره سويو كورنيوغړي شامه ناست دي
خان زمان کاکړ
كوټي ته راغلې كورنۍ د ايالتي حكومت له توجه څخه بې برخي پاتي دي
د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي تر څنګ په نورو سيمو كې مېشته له مالاكنډ څخه بې كوره سوي يوسل پنځوست كورنۍ د ايالتي حكومت له پاملرنې څخه بې برخي پاته دي
له دغو كورنيو څخه چي يوه نيمه مياست وړاندي د كوټي ښار ته راغلي وځيني تر دې حاله رسېدلي چي د سهار او ماښام پر وچه ډوډۍ هم قدرت نه لري
د دغو بې كوره سويو كورنيو غړي وايي چي د دولت له اړخه ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده سوې خو د ځيني خيريه موسيسو له خوا وركړل سوي خوراكي او نور مواد هم اوس په بشپړه توګه ختم سوي دي
دوي وايي چي تر څو يې په سيمو كي د ډاډ وړ امنيت نه وي ټنګ سوي نو دوي نه سي كولائ چي بيرته دي خپلو كورنو ته ستانه سي