کور / تازه خبرونه / كوټــــه : د مالاكنډ بېكوره سويو كورنيوغړي شامه ناست دي

كوټــــه : د مالاكنډ بېكوره سويو كورنيوغړي شامه ناست دي

كوټي ته راغلې كورنۍ د ايالتي حكومت له توجه څخه بې برخي پاتي دي

د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي تر څنګ په نورو سيمو كې مېشته  له مالاكنډ څخه بې كوره سوي يوسل پنځوست كورنۍ د ايالتي حكومت له پاملرنې څخه بې برخي پاته دي

له دغو كورنيو څخه چي يوه نيمه مياست وړاندي د كوټي ښار ته راغلي وځيني تر دې حاله رسېدلي چي د سهار او ماښام پر وچه ډوډۍ هم قدرت نه لري

د دغو بې كوره سويو كورنيو غړي وايي چي د دولت له اړخه ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده سوې خو د ځيني خيريه موسيسو له خوا وركړل سوي خوراكي او نور مواد هم اوس په بشپړه توګه ختم سوي دي

دوي وايي چي تر څو يې په سيمو كي د ډاډ وړ امنيت نه وي ټنګ سوي نو دوي نه سي كولائ چي بيرته دي خپلو كورنو ته ستانه سي