غزل
څوك به ځوړند كړې جلاده چي دار يو سرونه دوه دي
د ستم په جېلخانه كې بازار يو كورونه دوه دي
ما وهر سنګ ته نيولى . سر په مينه دى يارانو
دعوه وكړم په چا باندي پرهار يو لاسونه دوه دي
د سينې زخمونه نور مي ستا په ياد سره تازه سو
زما پر برخه لويه خدايه بهار يو ګلونه دوه دي
هره سترګه مي د اوښكو قطرې پاشي په ګرېوان كې
زه له چا څه ګيله وكړم سهار يو يادونه دوه دي
د فاتل او مقتول فرق دى دلته دواړه دي يو رنګه
زه و كوم ته غاړه كښېږدم سركار يو حكمونه دوه دي
دلته اور د بېلتانه دى هلته غم د اشنايي دى
د فكري خوار به څه حال وي دلدار يو اورونه دوه دي
سهيلي پښتونخوا