پښتو
په کښی ناز شته په ګښی د حق آواز شته په کښی معنی شته ،په کی (دنیا) شته کله طوفان، کله لوی بحر آرام…. ګناه ته اور، (معصوم) ته رام مدام ! دا پښتوده دا پشتو ده دا پختو ده ……….. دشایستو جذبه، یو خبره یو ایمان د فطرت دیوان نه یو فرمان دا ده پښتو دا ده پښتو دا ده پښتو.
عالیه راوی میاخیل ۵-۱۳-۲۰۰۹
چنان از ساغر خون دل کیف درد میبرم که در بیخودی ناله ها به زن و مرد میبرم
بخلق آمیخته هنوزهم زهجران به آه وسوز که بیهوش ګرم می خویش به سفال سرد میبرم
عالیه راوی میاخیل
ټیکه
یو نفس، د یو شیبه هوسا ژوند د پاره … دد دنیا… بار د منت او د غم د محنت زنځیرونه په غاړه ایږدو………عالیه راوی
احسان الله روښان عبيدي
کندهار
ځوان ننګېال مېړونه وژل کيږي په هرکورکښې مېندې بورې خوېندې کونډې په هرکورکښې ېتيمان دورخ په ورځ ډېريږي په هرکورکښې دغم وير ماتم اوښکې بهيږي په هرکورکښې ميروېس احمد خوشال دپېداکيږي په هردهرکښې دزرغوني نازو ملالي لاروي په هرګودرکښې جرګې هنګامې جوړې دمېړانې هرډګرکښې دننګ ساندې لنډې دترغوږوکيږي سمه غرکښې دظالم دنسکورتېاخبرخپريږې په هرلورکښې داحسان دوړاندوېنې زمزمه به وي هرکورکښې ته مېنه ټا ټوبئ دځېپالومېړانېو کندهار دننګېال لوڼو زامنو به دي ېادوي په هرکورکښې
رقيبه
احسان الله روښان عبيدی
رقيبه مـــه مې بېروه ودې پلنګ ته زه ورخېژم زه پرون لا قرباني وم دې تنورته زه ورلويږم زولنې مې ماتې کړې په زندان کښې زه نڅېږم عشق ېم لېونئ کړئ دکوم طوفانه نه بېرېږم هرڅه مې قبول کړي لکه بل شمع ورته ويلېږم هره خوا جنون نيولې چېرته دزندانه نه بېرېږم احسان دئ قسم کړئ چې پردې پلنګ بېدېږم
فرصت
د حسرت په اور مې ټول بدن سوځيږي پرونی غلام مې ځان بولي بادار
افغانان که سره يو نه شي ورکيږي دسيسې ورته جوړيږي وار په وار
نن ژړيږمه له غمه دې حالت ته لر اوبر په پښتنو کيږي ظلمونه
حيران شوی يم انسان انسانيت ته د اسلام په نامه کيږي سازشونه
چیرې څيرې کړم ګريوان کوم عدالت ته دي د څه شي منظر دا ولسونه
څوک په نوم د بنسټپالووژل کيږي څوک په نوم د کمونست شول خوار او زار
بنسټپال له کومه راغلل څه لپاره چا راوستی وو چې څوک ورباندې مړه کړي
چا تربيه کړل دوی د کوم خلل لپاره چې په مرګ د پښتنو زړونه ساړه کړي
دغه لوبه ده روانه چل لپاره پلانونه د پيړيو يې واړه کړل
زوړ ملا زلمی طالب شي څنګه کيږي څوک چې دين او سياست ګډ ګړي بنيادګر دي
دا زمونږ د وطن خلکو دښمنان دي دغه غله سړي وژونکي قاتلان دي
دوی د دين لباس کې پټ د بل نوکر دي دهمدغو بادارانو غلامان دي
څوک چې اوس ورپسې شپه او ورځ ګرځيږي دا همدوی وو راوستلي په تلوار
خو افسوس چې په دې پوه نه شو پښتون په هنر ورپکې اچوي نفاق
دی اصلي هدف د دې جګړو بيلتون که څوک فکر ورته وکاندي خلاق
تورې کرښې ټينګوي ستا په لړمون شه خبر د استعمار په بد اخلاق
دلته نور ډير پلانونه رسوا کيږي د افغان ولس يووالی دی پکار
که هدف وي اسامه، اسامه څوک دی دی د چا په فرمان راغی ناګهانه
که هدف القاعده وي دا کوم توک دی او له کومه را نازل شولو افغانه
که هدف يې طالبان وي دا کار پوک دی بيا دې واخلي مالومات له پاکستانه
دغه ټولې ډرامې دي چې چليږي دواړه خواوې په پښتون کوي ګوزار
ځګه وايم پښتنو ځای د غيرت دی د خپل ځان وکړۍ تپوس پخپل يووالي
لر او بر په تاسې شوی تجارت دی په جهان وکړۍ تپوس پخپل يووالي
په دې ډول نور ژوندون د خجالت دی په هنر چې راولي مونږ کې بيلوالی
پښتانه دي سره ورونه نه بيليږي ځکه هر غليم لري په زړه کې ډار
پښتنو ژوندون تير کړی په غيرت دی هيڅ ظالم غليم يې نه شي بيلولی
ير غلګر او استعمار ته يو قوت دی آزادۍ سبق يې مورغيږ کې لوستلی
دپښتون د ژوند او مرګ همدا شوکت دی غلامي پخپل ژوندون نه شي منلی
پښتون تل په ننګ غيرت پيژندل کيږي خدای دې نه کړي پښتنانه په غيرت خوار
پښتانه که سره يو شي لوی قدرت دی درواغجن ايتلافونه به رسوا شي
افغاني نور ولسونه يي طاقت دی دپردې شاته چلونه به رسوا شي
دا مې واورۍ ورونو دا زمونږ فرصت دی سپين لباس کې تور مخونه به رسوا شي
ډاډه اوسه خدمتګاره! دا به کيږي پښتنو ميدان ګټلی دی هر وار
لټــــو ن
رحمتي ګيلانوال
لټون ؟ دوينو اوويرونو په لاسودي ډيوۍ بلي دي ساتلي زما دزړه سويوزخموكې چې رڼاته يې زما دكلي په كوڅوكې دشنو ونو په لاسوكې چاړه په لاس هغه رګونه لټوې چې زما سپيره او مظلوم ژوند ته مينه ،هيله اوښكلا وركوي او هغه رڼا چې ستا ډيوۍ پكي وركيږئ .
1/8/2009 ډبۍ
د وحدت ترجمان
ښایست مینې څپو ته دي جګ غرونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي
منمه دا منمه چې په ډانګ هم نه بلیږی په خپله مینه مسته د هیچا نه ، نه ویريږی ماشوم وم رازلمی شوم ستا یادونه مې زړه نېسې خواږه ټول تیر وختونه مې هیڅکله نه هیریږی دا ستا مینې تړون ته غورځنګونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي
د ننګ ، غیرت نشه هره قطره اوبه جنت ئې خپلواکه کونړ سینده ته بنسټ د محبت ئې دی ځمکې د پښتون تل په سینه کې ئې ځای کړی په ځمکه د پښتون ته د پښتونه د زړه وحدت ئې په زړونو سلطنت کوی ټول زړونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي
خیالونه انګازې دی کړې څپې مستې خبرې ستا ژبه ګونګه نه ده تل د ژوند وائې سندرې ای سیند د کونړ سینده د وفا غښتلی تار ئې هر ګوټ کې دی خمار د ښکلا پاکې ملغلرې ستا ننګ ، وفا ، غیرت ته ټول ډاګونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي
د خیال او فکر مسته کونړ سینده خبردار شه دا مونږه ملامته یو په مونږه پردار شه ګناه زمونږه دا ده چې په تا مو څه جوړ نه کړل دا مونږه ګنهګار ستا ، ته زمونږه یو ځل یار شه د مینې ولولو ته دي موجونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي
کونړ نه پېښور ته په مستۍ باندې روان ئې نسیم ستوري په زړه کې د نسیم ستوري جانان ئې د مینې حرکت کې ستا پخې مستې سندرې وحدت دی راوستلی د وحدت لوی ترجمان ئې ستا شور د محبت ته غیرتونه سلامې دي ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي ————————————————– دا شعر د ۲۰۰۹ ع کال د اګست په اوله نېټه د کونړ سیند په مشاعره کې ولوستل شو . |