د جنګسالارانو په چوپړ كې

د لراوبر اداره | اگست 10th, 2009


يو مهال مې د ښاغلي شهرت ننګيال (په سكروټو كې مزلونه ) نومي سفرنامه كې لوستي وو چې : “كله سړى د ډبګرۍ بس ته ور پورته شي او په هغه كې چالانه موسيقي واوري نو پر موسيقي د طالبانو له خوا لګېدلي بنديزونه ورته په حقه ښكاره شي او وايي ښه ده چې موسيقي يې بنده كړې ده.”

د ښاغلي ننګيال صيب همدغه پورتني قول ته په پام سره چې كله د كرزي د كاواكه او بېواكه ادارې د بيا واك ته رسېدو په موخه په ټاكنيزو سياليو او منډو ترړو كې د اغلې ملالۍ شينوارې منډې ترړې، بدسترګي او سپين سترګي ګورم ، نو خداى شته سخت ورته دردېږم او ان تر دې چې د نجونو په زده كړه د پښتنو كورنيو بنديز راته په حقه واېسېږي، ځكه يوه كورنۍ كه په خپله خور او لور يوه يوه نيمه لسيزه خواري وكړي، د نورو پور او پېغور په ځان ومني، ښوونځى پرې ولولي، بيا يې پوهنتون ته بريالۍ كړي او په پوهنتون كې هم د اغلې ملالۍ په څېر د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى ولولي او بيا هم په ډېر تاسف د اغلې ملالۍ شينوارې په څېر تر فراغت وروسته واك ته د داسې يوې ادارې د رسېدو په لاره كې هلې ځلې كوي چې هغه اداره له خپلې ټولې بې كفايتي سره:

هره ورځ پر پښتنو سيمو، كورونو، ودونو او محفلونو بمباري كوي.

د معصومو پښتنو زده كوونكو پر مخونو د تېزابو د شيندونكو مخه نه شي نيولى.

د دې وس نه لري چې دپښتون ماشوم ښوونځى، روغتون او ژوند وژغوري.

دا نه شي كولى چې د متوازن انډول له مخې پښتانه ځوانان هم بهر ته د مسلكي او لوړو زده كړو لپاره واستوي.

د دې كولو وس هم نه لري چې پښتنو ته د هغوى روا حقونه وركړي.

دومره بې كفايته وي چې ان د سلګونو او زرګونو پښتنو كورنيو په رسمي او ليكلو غوښتنو بيا هم په كابل ښار كې پښتنو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې اسانتياوې برابرې كړي.

خپله ژبه نه شي خوندي كولى.

خپل جوړ كړى اساسي قانون نه شي پلي كولى.

د پښتنو په كلي او سيمه كې د بيا رغونې يوه وړه پروژه ګۍ نه شي پلي كولى ، خو د نورو كلي په ولسواليو، ولايتونو او ان نږدې ده چې په هېوادونو يې واړوي.

زه نه پوهېږم چې ملالۍ شينوارې د خپلو كړنو او د ښاغلي كرزي د حكومت لپاره څه منطق لري؟

د اغلې ملالۍ شينوارې په يوې مركې كې مې واورېدل چې ويل يې : ”په كرزي د افغانستان ټول قومونه راټولېدلى شي“

كه د وترنري، كرنې، فارمسي يا كومې بلې برخې او څانګې كوم شاګرد او فارغ دا خبره وكړي، خير دى خو د ملالۍ شينوارې په څېر د حقوقو او سياسي علومو د فارغې لپاره دا وړ دليل او منطق د حماقت تر پولې هم اخوا دى؟

له همدې اغلې يې كه وپوښتم، چې د حكومت يا ولسمشري معيار پرځان د قومونو راټولول دي او كه د هېواد د هراړخېزې ودې لپاره ګټور، علمي او عملي پلانونو لرل او پلي كول؟

اغلې ملالۍ! واده دې نه دى كړى چې د پښتنو قسم يانې طلاق باندې مې قسم در كړى واى نو اوس مجبور چې په ايمان قسم دركړم. په ايمان يې ووايه چې ستا همدا خبره چې وايي په كرزي ټول قومونه راټولېږي سمه ده؟

ولې پښتون لكه چې تاته هم قوم نه ښكاري او كه درته ښكاري نو ته او خداى چې پښتانه پرې راټولېږي؟

كه ستاځواب هو وي نو ولې؟

د دې لپاره چې وژلي يې دي؟

له حكومت او مېنو څخه يې شړلي؟

هېواد ته تر راستنېدو وروسته يې كلابند كړي دي؟

د حكومت امكانات يې ترې اخيستي؟

د دوى تور سرې او ماشومان يې په سپيو داړلي؟

ايا د دې ټولو نادودو په بدل كې دغه عظيم قوم بيا هم په كرزي راټولېږي؟

څه فكر كوئ چې دغه عظيم قوم ستا په څېر تمه خور دى؟

په وړو ژمنو او لنډمهالو مادي امكاناتو تېروځي؟

قومونو ته پر ځان د راټولېدو په موخه د دولتي امكاناتو وركول لكه نغدي روپۍ، د ولسواليو ولايتونه كول، پنځه او شپږ وزارتونه وركول او نورې ډېرې ناوړه كړنې، ايا دا د كرزي سمه لاره او چاره ده؟ ايا ته پرې خوښه يې چې په راتلونكي كې محقق پنځه وزارتونه ولري او درې هزاره مېشتې ولسوالۍ دې هم ورته ولايتونه كړي؟

ايا تاته د قسيم فهيم او دوستم خان شتون د زغم وړ دى؟

ايا تاته دې خپل وجدان او منطق، البته كه لرې يې دا اجازه دركوي چې د كرزي لپاره له دومره بې عدالتيو او ناانډوليو باوجود كمپاين وكړې؟

ستامسلكي پوهه او اخلاق څه وايي؟

اغلې ملالۍ! كه څه هم په دې خبره به ډېر روڼ اندي پښتانه رانه خواشيني شي خو له ناكامه يې كوم . باور وكړئ چې ستاسو كړنو ته وګورم نو ايله مې په پښتنو ښځو زړه يخ شي او وايم شكر چې كورنۍ ورته د زده كړو اجازه نه وركوي، كنه نو اوس به مو ستا په څېر ګڼې بدمرغي څېرې لرلې.

كاشكې د يوې پښتنې مور پۍ دې نه واى روږدلي.

كاشكې د شينوارو وياړلې او سرلوړې پرګنې او خېل ته منسوبه نه واى.

كاشكې د ننګرهار د فرهنګي، كلتوري، علمي او پښتنې سيمې استوګنه نه واى.

كاشكي د حقوقو او سياسي علومو فارغه نه واى.

كاشكې د كابل مېشتو پښتنو په رايو دې له كوڅې څخه پارلمان ته د ورتلو مخه نه واى موندلې.

اوس چې چاره نشته نو دا دعا به كوو چې خداى تعالى دې درته لارښوونه وكړي.

خداى تعالى دې په سمه لاره راواړوه.

ستر څښتن دې د پښتون په مظلوم او ستونزمن حالت وپوهوه.

كاشكې د دوى وضعيت درك كړې.

كاشكې د كرزي د بې كفايته واكمنۍ د بيا واك ته رسېدو پر ځاى درته د ولس ترڅنګ درېدل له پامه ښه در شي.

او كه نه نو!

 خداى دې د خوستوالو مېندو، خويندو او تورسرو په څېر د كرزي د بدمعاشانو په سپيو وداړه.

كاشكې يو ځل دې د ننګرهاريانو پښتنو په څېر د شپې ناوخته چا د كور ور د تالاشي په موخه در ټكولى او در مات كړى واى.

كاشكې چې د كرزي د بې كفايته اته كلنې واكمني هغه يوه شيبه درد او رنځ په تا تېر شوى واى، چې اته كاله يې ستا پښتانه په كليو او سيمو او كورونو كې كړولي دي، چې د دوى حالت دې درك كړى واى او په دې پوه شوې واى چې واك ته د كرزي رسول په څه مانا دي.

اغلې ملالۍ!

 وروستۍ خبره مې داده چې خواري دې عبث ده، ځكه بې كفايته كرزي ته كمپاين په حقيقت كې بدنامو جنګسالارانو هر يو فهيم خان، دوستم خان، خليلي، محقق او نورو ته كمپاين دى. په دې چې كرزى د دې وړتيا نه لري چې هغوى دې كابو كړاى شي، نو داسې وګڼه چې ته په حقيقت كې د كرزي نه بلكې د همدې جنګسالارنو په چوپړ كې منډې ترړې وهې.

هيله ده چې د دې ليكنې په لوستلو سره به په خپلو كړنو له سره غور وكړې، خپله لاره او لورى بدل كړې.

كه دا درته سخته وه نو بيا مې يوه بله اسانه سپارښتنه ومنه او هغه دا چې چې خپل نوم او تخلص بدل كړه، ځكه بيا به ستا شتون د هېواد او ميوند د اتلې پېغلې ملالې او د پښتنو دروند قوم شينوارو ته يو توهين او سپكاوى وي، چې ستا د كړنو له امله به غازي ملاله په ګور او شينواری قوم خداى مه كړه په دنيا مختوري وي، نو هيله ده چې دا ګناه ونه كړې او په خپلو كړنو سره دې وياړلي او سرلوړي قوم يانې شينوارو ته سپكاوى ونه كړې.

Copyright Larawbar 2007-2024