آشنا ځي- نخښې پرېږدي!!

د لراوبر اداره | اگست 15th, 2009


 ولسمشر کرزي صاحب ته دې الله تعالی انصاف ورکړي- د خپلې ټاکنيزې سيالۍ او راتلونکي واکمنۍ له پاره يې داسې يوه ټلواله يا ډله جوړه کړه چې د بنده ورته له سره عقل تښتي. مارشال صاحب فهيم، خليلي صاحب، محقق صاحب، دوستم صاحب، سياف صاحب، حاجي صاحب دين محمد، احدي صاحب او نور. ماشآء الله ټول د کار لوښي دي!!
کرزي صاحب نه دی، سم دم د چا خبره ټولکمال دی. ټولې ډلې ټپلې يې ټوټه ټوټه کړې. د متحدې جبهې يوه برخه له کرزي صاحب سره، بله يې له ډاکټر عبد الله سره- د دوستم يوه برخه له کرزي او بله يې له عبد الله سره- د حاجي دين محمد کورنۍ نيمه له کرزي صاحب سره او نيمه نوره له عبد الله سره- د افغان ملت خو مه کوه پوښتنه- هغه خو يې بېخي څپک څپک کړ. يوازې هزاره خويندې وروڼه لږ هوښيار دي- ښکاره د کرزي له پاره نارې وهي او رأيه يې پرېکړه کړې چې ښاغلي رمضان بشردوست ته به ورکوي.
خير، دا خو به کېږي. ځکه چې کرزی صاحب بيا ولسمشرۍ ته کانديد دی او د ولسمشرې له پاره خو به دی مجبور وي چې د دغو ډلو ټپلو هره ناړامه په ورين تندي ومني. ځکه چې خوارکی نه کوم منظم ګوند لري او نه کوم ژمن او مخلص ملګري. دا چې له دغو نازپروريو به سبا څه جوړېږي، پر هغه يې د کرزي صاحب او د هغه د ډالري ملګريو څه کار نشته- د دوی فقط قدرت په کار دی، که د ارګ تر محدودې پورې منحصر هم وي، څه باک يې نشته! څه شی چې جوت دی، هغه بحران دی.
وروستي انګشافات هم پر دغه بحران د تائيد او تصديق مهر لګوي. د دوستم ډلې ووړمه ورځ په جوزجان کې د چا خبره يو پرتمين مارش وکړ. دوی ښاغلي کرزي ته پښې ودربولې چې که د ټاکنو تر ورځې پورې د دوی محبوب مشر، د حضرت صبغت الله خان مجددي په وينا، حضرت خالد بن وليد، يعنې جنرال صاحب دوستم په ابرو او عزت افغانستان ته را نه ولي نو دوی به کرزي ته يوه رأيه هم ورنه کړي- حتی د ټاکنو د تحريمولو ګواښ يې وکړ.
دغه راز، بېګانی خبر دا دی چې د پنجشېر د خلکو عالي شورا پرون د جنرال صاحب دين محمد جرأت په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې دوی به په راتلونکيو ټاکنو کې د ښاغلي کرزي ملاتړ هغه مهال کوي چې د دوی ځينې شرطونه ومني- د دوی شرطونه دا دي چې کرزی صاحب به:
 په افغانيو کې د مرحوم احمد شاه مسعود تصوير چاپوي؛
 د مرحوم احمد شاه مسعود د بنسټ او د هغه د کليزو او نورو غونډو د لګښت له پاره د دولت بودجه کې ځانګړی تخصيص ورکوي؛
 د پنجشېر ولايت ته خاصه توجه کوي؛ او
 د پنجشېر والي به د دوی په خوښه ټاکي….
راشئ که تودېږئ عزيزانو!
کرزی صاحب مسکين اوس د خپلو نازپرورو له لاسه په قدم قدم کې له ټول ملت سره مخامخ کېږي. يوې خوا ته که ګوري پاڼ دی او بلې خوا ته که ګوري پړانګ! که د جرأت صاحب فرمايشونو ته غاړه ږدي نو ولس ته به يې خدای مه کړه مخ تورېږي او که د ولس خيال ساتي نو پنچشيري سرداران به ځنې مخ اړوي چې دا د کرزي صاحب له پاره ډېره لويه ټريجيډي ده. او د دوستم په قضيه کې خو فکر کوم چې کرزی صاحب له خپل لوی ولي نعمت اوباما سره مخامخېږي. ځکه هغوی امر کړی- بلکې تحقيقاتي ډله يې ګومارلې چې د ليلي دښتې ډله ييزې وژنې وڅېړي. نو پوښتنه دا ده چې کرزی صاحب به د دوستم شفاعت د څه له پاره کوي؟ د دې له پاره چې جنبشيان ورته رأيه ورکړي او که د دې له پاره چې له امريکايي تحقيقاتي ډلې سره به د ډله ييزو وژنو په برخه کې همکاري کوي؟!
راتلونکې درې څلور ورځې ډېرې مهمې دي. ګومان کوم چې د سياسي انکشافاتو دغه وړ ځينې نورې نادرې نمونې هم مخې ته راشي.
خو افغان ملت دې ويښ او هوښيار وي. په خپله دې د ځان غم وخوري. د سولې او سلم لار دې ولټوي. د سولې او سلم لار د عادلانه نظام لار ده او د عادلانه نظام پر لار د تلو پخه اراده فکر کوم چې ډاکټر اشرف غني احمدزي کړې ده. نو راځئ چې ټول په ګډه ښاغلي غني ته رأيه ورکړو. له کرزي صاحب نه لکه چې بند اوبو وړی وي- متل دی، وايي: آشنا ځي، نخښې پرېږدي!  نخښې يې همدغه انکشافات دي چې پاس يې يادونه وشوه او په راتلونکي کې د ښو زېری له بده مرغه نه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024