دګورډن براون ماناداره څرګندوني او د لوی جنايتکار دمکۍ

د لراوبر اداره | نوومبر 8th, 2009


                                  


دګورډن براون ماناداره څرګندوني او مرکزي دولت ته د شمال دلوی جنايتکار دمکۍ


                        



زموږ د پلرو او نيکه ګانو او زموږ د هيواد تاريخي دښمن انګرېز، د خپل صدر اعظم مسټر براون  د خولې  د لندنه  څخه  و خپل بدنامه، بدکرداره، نااهله او بېکفايته  په کابل کي  د کرزي  ادارې ته امرونه  کوي او د واشنګټن پر ډيکټېو باندي شخوند وهي ، وکرزي ته  دمکۍ ورکوي  چي يره که  دي د فساد نه دغه  ډکه اداره  او   د قاچاقبرانو او جنايت کارانو دغه  مرداره کابينه  پاکه  نکړه، نو مړه   موږ    نوره مرسته  نه شو درسره کولای ! خو ښاغلي براون  دغه خبره  نه کوي چي په دې کابينه کي دغه جنايت کاران، دغه قاچاقبران او دغه لوی جنګسالاران دي څوک ؟  دا خلک د کومه را پيدا شوه او چا راوستل؟


 


 کله چي د شمال لوی جنګسالار او پيدايشي غل او لاروهونکی قاتل مالم عطا نور و مرکزی دولت ته دمکۍ ورکوي او مشروعيت يې نه مني، دګوردن براونه دغه څرګندوني  باید څرنګه و ارزول شي ؟


 


د بلي خوا د غه فی الارضه مفسدين چي براون ورته خښمېدلی دی، دا خو  به هغه نه وي چي دا دېرش کاله پخوا  ستاسو لخوا په پاکستان او ايران کي جوړ شوه او د خپل حریف شوروي اتحاد په ځپلو کي چي ويل کېده به  اسلام يې په خطر کي اچولی دی استعمال  شوه؟، اسلام يې هم پې  وشرماوه او زموږ  دوطن نه يې هم خپل  د درو ځلو شړل کېدو ګويا بدله  ترېنه واخيستله؟ . دغه جنايت کاران، قاتلين او فساد پېشه غله خو به هغه نه وي چي همدا لندنيانو او واشنګټنيانو په شمال کي  په ډالرو  رانيول ، اجير يې کړل او خپل حريفان طالبان مو ور باندي  وځپل ، په کابل کي  مو په هلی کوتر کي د راوړل شوی مزدور کرزي تر څنګ ، زموږ د ولس په اوږو سپاره کړل  او خپل ځانونه مو هم په هلمند او ټول هيواد کي راته مېشت  او وطن  مو راته اشغال کړ؟


 


 دغه فاسده اداره چي تاسو يې په شیطنت سره د جوړېدو چيغي وهی ، آيا دا  خو به هغه اداره نه وي چي ستاسو د ميليارډو ډالرو په  برکت  دا اته کاله وساتل شوه ترڅو تاسو او ستاسو  جنايت کاره  ناټوېي اداره  په سيمه کي خپلي نخشې ورباندي پلي کړي؟، آيادا  تاسو نه واست چي په خپل ابليسي سیاستو سره مو په ډيموکراسۍ کي زموږ د افغانانو په وطن کي  بې ادبي معاف متيازي وکړي؟ .


 


براونه ، تاسو د کوم فساد خبري کوی؟ . په هلمند کي خو به ستاسو د اتو زرو پوځيانو په موجوديت کي هلته چي ستاسو واکمني چليږي  د اپينود کښت په هکله چي تجارت يې  ښه په درځ روان  او ستاسو لخوا و هغه ته د څلورسوه چنده   رونق  ورکول شوی دی، ستاسو خو به د فساد  دغه رونق  مقصد نه وي ؟!  آيا اصلاً تاسو دغه کار هم فساد ګڼی او که  دا  د آزاد بازار او د غربي ډيموکراسۍ اصول  بولۍ ؟ براونه ته د کوم فساد او دولت خبري کوې ؟ تاسو بايدخپلي خبرو ته ښه ځېر شی چي تاسو څه واياست، تاسو به زموږ دولس  په هکله هر بد طينته فکر چي لری لری به بې، خو تاسو به  په يقين سره خپل عادي انګرېز ولس  خره ونه ګڼۍ، هغوی خو ستا د خبرو په ماهيت   پوهيږي ؟ هغوی پوهيږي چي  ددې بد کرداره دولت په ټول فساد کي همدا  د لندن او واشنګټن لاس  دی، او دا تاسو ياست چي ستاسو په شيطنت او ملاتړ د عطا نور غوندي جنګي جنايت کارانو سر اخيستی او مرکزي بې کفايته دولت ته د قدرت پر سر د بغاوت نارې وهي . د فرانسې د بهرنيو چارو وزير هم وايي چي کرزی فاسد دی خو زموږ خپل سړی دی ! او دبلي خوا بيا د کابينې د پاکېدو خبري کوی !ز ايا تر دې  بل انګرېزي او غربي  شیطنت  نه  نو بل څه وي چي غل ته وا غلا کوه او د کور خاوند ته وا بيداره اوسه خو د څه کېدو صلاحيت   او واک مو هم ترېنه اخيستی دی  !!


 


ددنيا په هر کنج کي چي تاسو کوم دولت  په دغه شاني فضیحت سره چي په کابل کي مو  ګمارلی دی، که څوک ښه پاملرنه وکړی  نو ټول همدغسي پنج عيب شرعي، ډرګيان، قاچاقبران، غله، جنايت کاران او جنګي جنايت کاران او مزدوران  پکښې را ټول دي او تاسو چي شرم نلری د هغوی ننګه کوي او په هغوی باندي خپله غربي ډيموکراسي  تمثيلوی، ځان شرموی او خلکو ته فريب ورکوی .  تاسو به نوکر غواړی خو  پاکنهاد  ا وطنپاله افغانان کله تاسو ته غاړه ږدلای شي .


 


ستاسو خبرو او کردار ته چي څوک نظر اندازي کوي تاسو به ښايي نور فکرونه او نخشې ولری ، خو زموږ ولس داسي انګېري چي ليري نده چي تاسو به زموږ په وطن کي د څلورم ځل د پاره هم شړل کيږی او حتمن به شړل کېږی، تاريخي بدنامي به  يو ځل بيا در پاتې کيږي ، خو واشنګټن والا به که خدای کول در بسته به ځان پکښې باېلي . دا دمظلو خلکو وطن دی دلته ددې خاوري  دښمنان   بې سېلابه  غرق شوي دي او غرقيږي !


 انشاء الله

Copyright Larawbar 2007-2024