یونیسف : افغانستان دماشوم زوکېدو له مخي بد ترین هېواد دئ

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 19th, 2009









 


دماشومانو د نړيوالي ورځي په مناسبت

 


یونیسف : افغانستان دماشوم زوکېدو له مخي بد ترین هېواد دئ


رویټر دجنیوا څخه په خپل تازه خبر کي وایي چي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د فنډ څانګه ( یونیسیف ) نن په خپل راپور کي وویل چی د ماشومانو د زوکړي له مخي افغانستان په نړۍ کی بد ترین حالت لری .


راپور وایی چی د هرو ۱۰۰۰ نوو زوکېدلو کوچنیانو څخه ۲۵۷ یې له منځه ځي او د افغانستان ۷۰٪ خلک د څښلو پاکی اوبه نلري .


راپور زیاتوي چي افغانستان د زوکړي له مخي د دنیا خطرناک ترین ځای دي .


د هېواد ۴۳٪ برخه د مرستندویه مؤسسو څخه بې برخي ده او په تیر کال کښي پر ۳۱۷ مکتبونو حملې سوي چي ۱۲۴ کسه پکښي وژل سوي او ۲۹۰ نور هم ټپیان سوي دي .


راپور زیاتوي چي د امنیت اختلال د دې ټولو بدمرغیو اصلي علت دي .


ستاسو په اند په افغانستان کي په ځانګړې توګه پښتني سيمو کي ماشومان له کومو ستونزو سره مخامخ دي او د حل لاري يې څه دي، که خپل نظر په لنډو ټکو کي وليکئ لوستونکي به يې زیات وي . مننه !

Copyright Larawbar 2007-2024