ایا د کابل په برید کې د پوځي ځواکونو رول دستاینې وړ دئ؟

د لراوبر اداره | جنوري 21st, 2010


دتیرې دوشنبې په روځ ۱۸ جنوري ۲۰۰۹ نیږدې شل تنه وسله وال طالبان دسهار په نه نیمو بجو کابل ښارته داخل اوترما‍زدیګرترڅلوروبجوپوري یې دارګ په خوله کې دمالیې اوعدلیې وزارتونه ، افغانستان بانک ،سریناهوټل اوځینی نورومهم دولتي مراکز ترخپلو مرګونوبریدونولاندې نیولي وساتل .

طالبانو وکولای شول په پوره بریالیتوب سره دغه پوځي مانور دکابل په زړه کې په داسې مهال کې اجرا کړي چې دلته په همدغې نیټې دارګ په ماڼۍ کې د۱۴ جدید التقرره وزیرانو دمعرفي دمراسمو لپاره ډیر ټینګ امنیتي تدابیرنیول شوي ول.

دطالبانو دغه ډراماتیک( dramatic) پوځي مانور دڅولاندنیو وجوهاتوله امله دهغوﺉ دپوځي وړتیا او محاربوي تکتیک دموفقیت ښکارندوينه کوي:

۱ـ حساس زماني مقطع:
په ولسمشریزوټولټاکنوکې دکرزي له بریالیتوبه وروسته په اوسنیو شرایطوکې دهغه دنوي حکومت لپاره هره وړه اولویه پیښه که هغه دده په ګټه وي که په تاوان دده دحکومت دبقاء اوفنا کې حیاتي ارزښت لري .
طالبانو ددغه زماني مقطع داهمیت په نظرکې نیولوسره خپل برید په داسې شیبوکې عملي کړ چې حتی دکرزي دنوي حکومت دنویو وزیرانو دمعرفي غونډې ته دورتلونکو ژورنالیستانو پام یې دارګ په ماڼۍ کې دمطبوعاتي کانفرانس په ځای دارګ په دروازه کې دلړزونکو انفجاراتو لمبوته او درزونوته راوګرځاوه.

۲ـ دبهرنیو ځواکونو دبریالیتوب دادعا تکذیب:

نیږدې یوه اونۍ تردغه برید له مخې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو قومندان جنرال مکرستال اعلان وکړچې دنویو امریکایي پوځونوله زیاتوالي سره هغوﺉ دطالبانو خلاف دهیواد په بیلابیلو سیموکې پوځي بریالیتوبونه ترلاسه کړي ،خوطالبانو دکابل په زړه کې چیرته چې دبهرنیو ځواکونوډیری برخه عسکرمیشت دي په خپل برید سره داوښودله چې دمکرستال دا دعا برخلاف هغوﺉ دزیاتوبهرنیوپوځیانو له راتګ سره سره ددې توانایي لري چې هرځاي اوهروخت وغواړي هالته دولتي اودبهرني ځواکونو موجودیت ګواښلی شي.

۳ـ دپوځي پلانونوپه عملي کولوکې محاربوی ابتکار:
طالبانو دخپل دغه برید لپاره داسې یوه سیمه انتخاب کړه چې هغه له امنیتي پلوه دټول کابل په کچه خوندي اومحفوظه سیمه بلل کیږي ؛ دارګ ماڼۍ ،سرینا هوټل ،افغانستان بانک ، دمالیې اوعدلیې وزارتونه اونورمهم دولتي اودیپلوماتیک مراکز دهمدغې سیمې په شاوخواکې موجود دي ، اودغې سیمې ته دشلو تنو وسله والوکسانو رارسیدل څه آسانه اوعادي خبره نه ده.

دپیښې دعیني شاهدانو له قوله طالبانوله خپلو وسلو اوپوځي تجهیزاتوسره یوځای دکابل په اصطلاح له ټولو امنیتي کمربندونو څخه په ډیرمحفوظ ډول ځانونه دغې ترټولو خوندي سیمې ته راورسول اولومړنی پوځي ګذاریې هم پښتونستان واټ ته څیرمه دارګ په جنوبې دروازه ترسره کړ .

دارګ ترخولې پورې دشلو تنو مسلحوکسانورارسیدل بي له دینه چې هغوﺉ دښار په امنیتي کمربندونو اوهمداراز دښار په داخلي امنیتي مراکزوکې باوري کسان ونه لري له امکانه وتلې خبره ده؛ اوداچې طالبانو دمخامخ جګړې په ځای په دولتي اوامنیتي لیکوکې دنفوذ لاره غوره کړې د ا دهغوﺉ په پوځي فعالیتونوکې دیوه ترټولو ابتکاري تکتیک معنا لري چې له مخې یې خپله ددولتي ځواکونو په منځ اوهمداراز دهغوﺉ اودهغوﺉ دبهرنیوملاتړو ترمنځ دسختې بي اعتمادۍ فضارامنځته کړي.

ایا دبرید په اړه دپوځي ځواکونو غبرګون بریالی وه؟
دبهرنیوځواکونودمشرجنرال مکرستال اونورو دولتي چارواکو له ادعاګانوسره سره د دولت پوځي ځواک اودهغوﺉ ټول بهرني ملاتړي اوس دطالبانو دفعالیتونو اوپوځي بریدونوپه مقابل کې فقط دفاعي بڼه غوره کړې ؛ په دې معنی چې هغوﺉ نور دمخالفینو دفعالییتونو داساسي شنډوالی ابتکار له لاسه ورکړی .

دمثال په توګه هغوﺉ په خپل ټولو امنیتي اواستخباراتي هلوځلوسره حد اقل دومره هم ونه کړای شول چې دارګ له دروازې نه دطالبانو دجنګیالیو مخه وګرځوي داخو پریږده چې بلکل یې مخنیوی وکړي .

په دغه برید کې دطالبانو دشل کسیزې وسله والې ډلې له منځه یواځې اووه تنو وکولای شول چې دکابل په ښارکې ټول میشت دولتي قطعات اوبهرني ځواکونه له سهاره ترمازدیګره پوري مصروف وساتي اوهالته ټول دولتي اوملکي ادارات له یوه مطلق رکود سره مخ کړي .

هغه څه چې بهرنیو اودولتي ځواکونو ددغه برید په مقابل کې ترسره کړل هغه داووه چې په نیږدي اوه ساعته وخت کې یې دشلو وسله والو له منځه یواځې اووه تنه چې دهغوﺉ په منځ کې هم څلوروتنو خپل ځانونه په چاودیدونکو توکیو والوزول ووژل.
دغه ددریوتنو وسله والو وژنه هم له لندن څخه دبهرنیو ځواکونو پخواني قومندان دیوید ریچارد اوهم ولس مشر کرزي دکورنیو اوبهرنیوځواکونو موفق اوتکتیکي غبرګون وباله.

که سړی زمونږ له سلګونو زرودولتي ځواکونو اودهغوﺉ له لسګونو زرو بهرنیو مرستندویانو څخه دا وپوښتي چې تاسو په همدغه ټول شمیر پوځي موجودیت سره دارګ په دروازه کې یواځې د دریوتنو وسله والو وژل خپل تکتیکي اوموفق غبرګون بولي ؟ حتما به دانصاف له مخې دهغوﺉ ځواب منفي وي.

ایا دولتي اوبهرنیو چارواکو دافکرکاوه چې طالبانو همدغه اوه تنه وسله وال دټول کابل دتسخیر لپاره رالیږلي ول او دوﺉ په خپل تکتیکي غبرګون سره کابل پلازمینه ددغو اووه تنو له نیولو وژغورله ؟

طالبانو خو يواځې دومره غوښتل چې دخپلې پوځې وړتیا په مظاهرې سره په کابل کې میشتو بهرنیوځواکونو، دیپلوماتانو ، دټلویژوني شبکو اوخبري رسنیو ژورنالیستانو اوپه مجموع کې دولتي منسوبینوته داخبره ثابته کړي چې هغوﺉ کولای شي دارګ په شمول په هرځای اوهروخت کې چې وغواړي دهغوﺉ امنیت تهدید کړي ، په هغوﺉ بریدوکړي ، هغوﺉ ووژني اوحتی هغوﺉ اسیرکړي ، هغه یې په بریالۍ توګه سرته ورسول .

هو ! ریښتیاهم طالبانو هغه په بریالۍ توګه سرته ورسول اوله هغه سره یې ټولوته دا تریخ پیغام هم ورساوه چې دهلمند له دښتو ،دکونړ له درو اودخوست اوپکتیا له ډاګونوڅخه چې دهغوﺉ وسله وال دارګ ترخولې پوري راورسیدل نو هرومروبه یوه ورځ په دې بریالي کیږي چې دارګ له خولې نه دارګ تر غولي پوري هم ځان ورسوي ، داچې دغه اسطوره یي نمایش به کله دنړۍ والو تلویزوني کانالونوپه سکرین خلګوته وړاندې کیږي دا هغه څه دې چې دپیښیدلو دنیټې په اړه یې یواځې دکایناتو عالم الغیب څښتن علم لري اوبس.

»

Copyright Larawbar 2007-2024