هر چا وځورولم

حبيب تاثير - کوټه | جنوري 28th, 2008


ځينو په خپل عشق وځورولم ،
ځينو په كينه زما زړه آزار كړ.
چا د عشق په زهرو زما ډوډۍ ولړله.
چا زما د شرابو په پياله كې د كينې زهر توى كړل .
مګر له هر چا نه ډېر هغه چا وځورولم
چې نه يې راسره كينه پيدا شوه
او نه مينه


 

Copyright Larawbar 2007-2024