امریکایانو په وردګو کې درې وروڼه وژلي اوپلار يې بندي کړی .

د لراوبر اداره | اگست 12th, 2010



امریکایانوتیره شپه دوردګو ولایت دسیداباد ولسوالی اړوند دشیخ اباد بازارته نیږدی دزرین خیلو په کلی کې درې وروڼه وژلی پلار اودرې نورګاونډیان یی له ځان سره بیولی دی .
درې واړه وروڼه دمنهاج الدین زامن وو چې دشیخ اباد بازار ته څیرمه دزرین خیلو دکلی اوسیدونکی دی .
په وژل شویو کسانو کې اسماعیل چې دزمین شناسی دپوهنځی نه فارغ وو اودانګلیسی ژبې استاد وو بل ورور یی برهان نومیده چې په لمړی درجه په کابل کې دمحاسبې دانستیتیوت څخه فارغ شوی وو اودری یی دلمړی صنف محصل وو چې کورته یی شپه راوړې وه اودشپې په ۱۲ بجو امریکایانو پری حمله کړې وه او درې واړه یی وژلی وو .
دسیمی اوسیدونکی اودسیداباد دلیسی مدیرسلیمان  راته وویل چې امریکایان دشپې راغلی او دمنهاج الدین زامن یی شهیدان کړی اودخپله منهاج  الدین یی له دریو نورو کلیوالو سره یوځای امریکایانو له ځان سره وړی دی.
هغه وویل چې دسیمی خلک ددغه پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ او ولسوالی ته لاړل او درې واړه مړي یی انتقال کړل اوهغه یی دامریکایانودغه عمل وغانده او دوه هغه موټر چې امریکایی ځواکونوته یی لوژستیکی مالونه وړل هغه یی وسوځول .
همدا اوس دشیخ اباد بازارکې هم لاریون پیل شوی دی اوخلک سخت په غوصه شوی دی .
دا په وردګو کې دامریکایانو لخوا لمړی جنایت نه دی بلکې ډیرې نورې داسې پیښې شته چې امریکایانو دیوه کوره دوه اودرې تنه شهیدان کړی دی اوبیایی ټاپې دترهګرو پرې لګولې دی .
دحضرت محمد په نوم دمنهاج الدین کلیوال وایی چې منهاج الدین یوکلیوال سړی وو له وسله والو سره یی هیڅ اړیکه نه لرله او خپل کار بار یی کاوه .


 

Copyright Larawbar 2007-2024