کور / تازه خبرونه / کندهار: دسړک دغاړي ماین څلورتنه پولیس ټپیان کړل

کندهار: دسړک دغاړي ماین څلورتنه پولیس ټپیان کړل

پیښه شاوخوا لس نیمی بجی دکندهار ښار دمیربازار په سیمه کی هغه مهال رامنځته سوه چی دعامه نظم دپولیسو رینجر ګاډی دسړک غاړی پریوماین برابر سو.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځى د پيښي پخلى کوي او وايي چي په نوموړي پيښه کی دري پوليس ټپيان دي .

خو دمیرویس روغتون چارواکی بیا وایی چی دوی ته یی دپیښی له ځایه ۴ تنه ټپیان ور وړی چی څلور واړه پولیس دی.

د پيښي مسووليت تر دی دمه چا په غاړه نه دى اخیستى.