د نهه اتيا پارلماني کال ټاکنې که ټکونې؟
ولس تر لسو سلنو ښکته او ټيټه رايه ورکړه. د ولس 90 سلنه په دې باور دي چې زموږ ولسي جرګه د هغې لويې پروژې يوه برخه ده چې نوم يې دولت دی. د افغانستان د خلکو په زړونو کې چې دولت کوم ځای درلود هغه د خارجي ځواکونو خپلسرو پلټنو همدا شان د دولت په هسته کې بې کچې اداري فساد له امله له منځه تللی او يا هم له منځه د تلو په حال کې دی. ولس دې نتيجې ته رسېدلی يا خو هم د ضرورت له مخې رسول شوی دی. چې هر کله خارجي ځواکونه وغواړي چې په ټولنه کې له يو چا يا هم د يو چا له کور،عزت، شتمنۍ او شخصيت سره تماس پيدا کړي نو په هر ډول يې چې زړه وغواړي هماغسې تماس ورسره موندلی او پيدا کولای شي او دولت په ټوليز ډول ټول دولت او ټول ارګانونه هېڅوک نشي کولای چې له ټولنې سره د خارجي ځواکونو تماس فلتر کړي او د خارجي ځواکونو په پلان، خوښه،دريځ او يا هم تګلوري کې د اصلاح په دريځ ودريږي تر څو د ځينو نا مشروع پلټنو او کړنو له امله د خلکو حساسيت هيجاني نشي لکه کېدونکی چې دی.
د نهه اتيا کال پارلماني ټاکنې نه يواځې دا چې ټاکنې نه وې بلکې ټکونې وې. ټکونې په دې مانا چې په دا تېره ماډرنه لسيزه کې ولس دومره ټکول شوی و چې باالا خره مجبور شو له خپلو نوماندانو، واکمنو او هغو کسانو څخه چې غواړي د افغانستان د سياست په بې ساتونکيه ورشو کې د خپل هوس اسونه ماړه کړي غچ واخلي خو يو شرمېدونکی او ښکلی غچ.
اول خو د مخالفينو د څرګند ځواک له امله د زرګونو امنيتي ځواکونو چې په سر او پای کې يې خارجي قواوې هم د تيار شۍ په حال کې وې د ټاکنو کميسيون ونه شو کولای چې ټولو ټاکنيزو حوزو ته په وخت د ټاکنو صندوقونه او پاڼې ورسوي ځينې رپوټونه له ډېريو ولايتونو څخه داسې هم ورکړل شول چې د ټاکنو په سهار ځينې ټاکنيزې حوزې له منځه يووړل شوې او يا هم له نورو هغو سره يو ځای شوې . که څه هم ښاغلي ډيمېسټورا خپله ګوته په هغه تور رنګ ورنګوله چې د ټاکنو په وخت پرې رنګول کيږي ولس مشر کرزي هم خپله رايه واچوله او ګوته يې توره کړه.
خو پوښتنه داده چې د دغه بوتلونو رنګ چې دغو ښاغلو ګوتې پرې وتورولې له هغو سره يو شان او د مساوي کواليټۍ درلودونکی و چې په هلمند ، د وردګو په تنګي ،په غزني او ياهم پکتيکا او خوست کې و.هېڅکله هم نه په دغو ولايتونو کې چې له بده مرغه پښتانه پکې اوسيږي چا د ټاکنو په اړه خبر هم نه درلود او يا يې هم ځانونه بې خبره ساتلي و ځکه چې دا خو هسې هم په وژلو او بې عزتيو روږدي خلک دي . دوی ټاکنې څه کوي دوی د ټاکنو په تور رنګ څه کوي د دوی په ژوند کې خو الله پاک اېله يو ډول رنګ پيدا کړی دی چې هغه د وينو تک سور او سپېڅلی رنګ دی.
د حيرانتيا خبره خو دلته ده چې د څو دېرش مېليونه افغانانو له منځ څخه اېله درې ميليونه خوا و شا رايې پاڼې وشمارل شوې او بيا هم ميډيا دا خبرونه ټول داسې سره اړوي رااړوي لکه په ريښتيا ټاکنې چې ترسره شوي وي.زما په فکر که له يوه شپونکي ماشوم څخه څوک پوښتنه وکړي چې لسزره وري دې په رمه کې نه څري خو دا لس پسونه ځان ستا رمه ګڼي نو هغه به هم درته ووايي چې تر څو له دې لسو زرو وريو څخه رمه جوړه نکړم تر هغو مې دا لس مږان هم نه دي پکار .
اصلا دغه درې ميليونه رايې هم په داسې يو شرمېندانه ډول کارول شوي چې سړی يې کوم خارجي ته وريادولای نشي په خوست کې ما چې خپله مې يوه ازاداه سروې درلودله نږدې په اتيه سلنه حوزو کې چې مخکې له مخکې پاڼې د شمېر له مخې ورکړل شوي وې په سلګونو رايې په هره حوزه کې اېله د کالکولېټور په واسطه د نوماندانو د ناظرينو لخوا په خپل منځ کې سره تقسيم شوې او بيا په يوه يوه لاس هوکې او د بنډلونو په شکل صندوقونو ته ولوېدې.
اوس خبره دغلته ده چې ولس رايه درنکړه خو دا همدا مانا لري چې تاسو په دغه خلکو کې خپل باور له لاسه ورکړ او خپل هويت مو داسې خيرن کړ چې وخت به وي که ولس په خپله غوڅه رايه وننګولی دا هر څه ولې؟
دا ځکه چې تاسو خپل په خپله خارجي ځنځيرونه دومره په دا خپلو مريو کې ټينګ کړل چې اوس په هر څه کې ځانونه پردي مزدوران درته بريښي او په هرڅه کې حتی د ډوډۍ په خوړلو کې هم د واشينګټون او نيو يارک د رستورانتونو کاپی را اخلی او خپل دغه مقدس شکرونه او دسترخوانونه بې ځايه او د وروسته پاتې ټولنې شيان درته بريښي. خو حقيقت داسې نه دی ولس تر اوسه هماغومره سپېڅلی دی لکه د لويې امپراتورۍ په وخت کې چې و هماغومره هوښيار،ذهين او په هر څه پوه دی تر څو چې د دولت ټولې کړنې اسلامي نشي ټول قوانين اسلامي نشي او د دولتي کارکونکو روحيه وربدله نشي هېڅوک به په مينه چاته رايه ورنکړي .
اوس څومره چې زه فکر کوم او په څومره ادارو کې چې ګرځېدلی يم او يا هم د ټيټ رطبه مامورينو او دولتي موټروانانو په ټوليز ډول د ټولو دولتي کارکونکو روحيه ګورم دوی بس په دې پوهول شوي چې څوک چې دريشي نلري ستاسو مدعي او دښمن دی دا ډول پيښې ما ډېرې ليدلي د بېلګې په ټوګه زه يوه ورځ د سرک پر سر ولاړ وم چې کورنئ نظامي کاروان راښکاره شو زه هسې په زړه کې ترېنه وډار شوم ځکه چې د نظاميانو کش و پش نن سبا داسې بڼه موندلي چې د هوښ خاوندان بايد ترېنه وډار شي کله چې ما ته رانږدې شول نو هغه غټه د جنګ توره شيشکه (ماشينګڼه) يې راته مخامخ کړه موټر يې ورو کړ او غږ يې راباندې وکړ د سرک له غاړې ها خوا ما سرک پرېښود او له ځانه سره مې وويل کاشکې چې ما له دې جامې سره دښمني کولای شوای چې ستاسو په تن دي په دې هر څوک پوهيږي چې د دولتي مامورينو او کارکونکو په مقابل کې د ولس د نفرت درجه کومې کچې ته رسېدلي ده.
اصلی خبره داده چې موږ دولت نلرو او يو کمزوری سمبول يې لرو ولې؟ ځکه چې په خپلو ځانونو واک نلرو . موږ ولسي جرګه نلرو يو سمبول يې لرو همدا شان موږ په دې وخت کې هېڅ يوه اداره او يو بنياد نلرو خو سمبولونه يې بيا نو د خدای رحم دی ښه پرېمانه دي.
ټول افغانان دا فکر کوي چې که چيرې خدای مکړه زما کور ته خارجيان راځي وژني مې بې عزته کوي مې مال او شتمني مې چور کوي بندي کوی مې باګرام يا مې هم له هېواده بهر لېږدوي زموږ دولت او زموږ بنيادونه هېڅ هم نشي کولای. البته هېڅ په دغه جمله کې د نشت په مانا کارول شوی دی.
دغه ټولې سترګه پټونې او ټکونې په افغانستان کې مېشته ټوله مېډيا داسې تبليغوي چې سړی له ورايه پرې پوهيږي چې دا حقيقت نشي کېدای او هسې د دروغو بابولالې دي چې هر څوک يې د خپل ورکړل شوي بيل يا انوايس برابر جوړوي او خپل چوپړ سرته رسوي. زه د ټاکنو په ورځ لکه مخکې مې چې يادونه وکړه په کابل،وردګ ،لوګر او غزني ولايتونو کې په خپله سروې بوخت وم په ډېرو ځايونو کې ما د ټاکنو د هغې ورځې روحيه هم د خلکو په څېرو کې ونه ليدله د خلکو څېرو ته په کتو سړي داسې فکر کاوه چې دلته هېڅ خلک د ټاکنو له ورځې خبر نه دي خو ما د يوې رسنۍ استازی هم د وردګو په تنګي، د لوګر په بابوس او د غزني په ډېريو سيمو کې ونه ليد چې د چا خولې ته يې مايک نيولی وي چې ولې؟ دلته خلک رايه نه اچوي.
ځينو رسنيو دې خبرې ته پوره زور ورکړی چې د تېر پر تله سږ کال امنيتي پېښې کمې وې او دا ددې مانا لري چې په خلکو کې د دېموکراسۍ روحيه پياوړي شوي او پوهېدلي دي.
خو حقيقت داسې نه دی د ټاکنو په ورځ خلک رايې ته ر ا ونه وتل بيا نو مړه شوي څنګه وای؟ ټپيان شوي څنګه وای،که چيرې د غه خلک چې دولت ترې په وېره او ډار کې دی خپله د ولسونو په سر کې راوتلي وای او رايې يې اچولي وای بيا به نو نه د امنيتي پېښو ګراف چا پېژانده نه به درغلی چا پېژاند او ټولو وګړو به رايه هم ورکوله . په کورونو کې دننه خو له خارجي ځواکونو او افغاني کومکيانو څخه يې پرته څوک په چا غرض نه وهي يواځې دغه مېلمانه دي چې نه د چا کور پېژني او نه ګور. خو له سټوډيوګانو څخه يې بيا اورونه باديږي دغه ټاکنې په داسې يوه ډول تبليغوي چې سړی فکرکوي لکه چې ريښتيا هم هر څه سم دي او ښه پر مخ روان دي او ښې شفافې ټاکنې ترسره شوي دي.
دا خبره خو يې بيخي شاته غورځولي او ځانونه يې پرې ړانده کړي چې د ټاکنو په ورځ رايې لکه تور املوک داسې خرڅې شوې په کابل کې چېرته چې ټاکنې کېدې د يوې رايې متوسط قېمت دوه زره افغانۍ و په خوست او ځينو نورو ولايتونو کې بيا له دريو ډالرو نيولي تر اتو ډالرو پورې په ښکاره ډول خرڅېدې او د حوزې ټولو مامورينو به هم خپله برخه له ناظرينو څخه په کالکولېټور بېلوله بيخي پاکه او صافه سودا ترسره شوه د هېڅ مامور حق له ناظر سره پاتې نشو او د ناظر حق له مامور سره پاتې نشو.
خو د ولس حق بيا له ټولو واکمنو سره پاتې شو او واکمن به يو ځل بيا خپل ځانونه په ډراماتيک ډول واک ته پرې ورسوي خو هغه په غرونو کليو او بانډو کې د مېليونونو پرتو افغانانو حق به څوک ادا کړي هغوی بايد له چا څخه غچ واخلي؟ ښکاره ده چې له همدغو واکنو يې بايد واخلي چې تل يې د دوی څېره ورتوره کړي او خپل ځانونه يې د چل،فريب او دوکې په رنګونو رنګولي دي.ځکه نو ولس په دغه ټاکنو کې برخه وا نه خيسته چې دغه ټاکنې نه يواځې دا چې ټاکنې نه وې بلکې سياسي ټکونې وې چې د سيناريو اصلي ټاکونکی دريځ يې د خارجي ځواکونو او بهرنيو بنيادونو په لاس کې و. تر څو په لوی لاس زموږ ولس د خپل دولت په مقابل کې او دولت مو د ولس په مقابل کې په داسې ډول وټکوي چې تر منځه يې اوسنی لږ څه باور هم له منځه يوسي .
او دوی ته خپل هغه پخوانی متل ريښتيا ثابت شي چې په خلکو کې شر او نفاق واچوه او حکومت پرې وکړه.
Shahedullah_shaheed@gmail.com