وسله والو په برج کي ناست پوليس په نښه کړ
له کندهاره په تازه ترلاسه سوي خبر کي ويل سوي چي څو دقيقې مخکي ( ۱۳:۱۵) د کندهار امنيې قومندانۍ د کابلشاه طرف په برج کي ناست پوليس د نامعلومه وسله والو لخوا په نښه وويشتل سو . له کندهاره زموږ همکار عطاجان وايي چي وسله وال ښايي د امنيې قومندانۍ په څنګ کي په تېښته بريالي سوي وي .
دوې اوونۍ مخکي هم دې ځای ته په څو متره واټن کي په يوه زرنج موټرسايکل کي ځای پر ځای سوي چاويدونکي توکي هغه مهال وچاودل چي پوليسو يې د له منځه وړلو هڅه کوله ، خو مرګ ژوبله يې اړولې وه .
د يادوني وړ ده چي د کندهار امنيې قومنداني چي د کندهار د دوو مشهورو ښوونځيو کاکاسيد احمد ښوونځی او ظاهرشاهي ( پخوانۍ البېرونی لېسې ) سره دېوال په دېوال په يوه ګڼ مېشته مرکزي سيمه کي پرته ده د بريدونو له امله د ډېرو کلونو راهيسي په دې دواړو ښوونځيو کي زده کوونکي هم د نا امنۍ احساس کوي چي ښايي د اوسېدونکو تر څنګ پر زده کوونکو هم اوږدمهاله ناوړه ذهني او رواني بدي اغېزي وښندي .