پکتياځوانان:ولايتي ادارې ديونيسف مرستي په شفافه توګه نه مصرفوي

د لراوبر اداره | اکتوبر 13th, 2011


هغه غونډه چې په همدې موخه دځوانانوچاروامریت په تالار کې جوړه شوې وه په غونډه کې دځوانانوامریت مسوولینوبرسیره دولسواليو او مرکززيات شمير ځوانانو ګډون پکې کړی وو دوي ديونېسف مرستو څخه مننه وکړه ولې ټولوپه يو اواز سره وويل ديونېسف مالي امکانات چې دولتي ادارو ته ورکول کيږي په شفاف او دیومنظم سیستم له لارې نه مصرفيږي دځوانانوشورايوتن غړي ولي خان توتاخېل ديونیسف څخه وغوښتل دهغو ادارو سره چې تاسې مرسته کوئ په هماغه ریاست پوری تړلې یوه ځانګړې اداره جوړه کړئ ترڅو هغه مرستې چې دوی سره کیږي دهمدې ادارې له لارې باید ولګول شي دهغه په قول دځوانانو اړیکو اومعلوماتومرکز یی یو ښه بیلګه ده چې دځوانانولپاره بیلابیل پروګرامونه پرمخ وړي دهمدې شورایوبل تن ځوان طاهرشاه دیادې موسیسې وغوښتل چې باید په دې سیستم کې بدون راشي ترڅوپه وړاومناسبوکارونوباندې ديونسيف بوديجه ولګول شي وروسته ديونېسف داستازو لخوا د راتلونکي دوه کلن پلان لپاره دځوانانو نظرونه واوريدل شول ديونيسف يوتن استازي ډاکتروزيردځوانانودراتګ څخه دمننې ترڅنګ دوی ته ژمنه ورکړه او ویې ويل ستاسو نيوکې پرځای دي ستاسې نظرونو  ته به په کارونو کې دښه والي لپاره حتما  ځای ورکړو.                                                                 


  دامهال یونیسیف موسیسه دځوانانو چاروامریت ،روغتیا ریاست ،کلیوپراختيا رياست، پوهنې ریاست او همدارنګه دکاراوټولنیزوچارو ریاست سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کوي ولې ددوی زیات تمرکز دماشومانو پربرخه وي.   

Copyright Larawbar 2007-2024