غزني: طالبانو د PRT دوه کارکوونکي ووژل

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2011


لراوبر :طالبانو د غزني د ولايت د ولايتي بيا رغوني ډلي دوه کارکونکي چي څو ورځي مخکي نيولي وو،نن ماپښين د غزني ولايت په اندړو ولسوالي کي وژلي دي.


 وژل سوي کسان  دواړه دهرات ولايت دګزرې ولسوالۍ اوسېدونکي وو چي د غزني ولايت په  پي آر ټي کي يې د نظامي ليوامعاون اودبالون انجينر په توګه کار کاوه.طالبانو دا خبر تاييد کړی دی او وايي چي  دوئ دواړه  يې داندړ ولسوالۍ په يرکتوسيمه کي دمحکمې په حکم وژلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024