کندهاري بزګرانو په هند کي زده کړي حاصلي کړې

د لراوبر اداره | مارچ 25th, 2012


کندهار افغانستان- د کندهار والي د دوست هيواد هندوستان څخه د راستانه سوو کندهاري بزګرانو سره نن په خپل دفتر کي وکتل.   
 
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د هغه کندهار ميشتو  بزګرانو سره پخپل دفتر کي وکتل کوم چي څه موده مخکي  دوست هيواد هندوستان ته د زده کړي لپاره استول سوي وه.
 
د کندهار ولايت  څخه د دامان، ژړى، ډنډ، ارغنداب، خاکريز، ښوراوک، نيش، شاوليکوټ  او پنجوايي ولسواليو بزګران د کندهار د ولايتي اداري په هڅو او کوښښونو هندوستان هيوادته د زراعتي زدکړو لپاره استول سوي وه  او تر څو ورځني زده کړي وروسته خپل هيواد ته راستانه سوه.
 
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د يادو بزګرانو احوال وپوښت او زياته يي کړه چي دا ډول سفرونه  ډير ګټور دي او هيله يي وښوده چي د يادو زده کړو څخه ارزښتناکه ګټي پورته کړي او په خپلو کليو کي يي نورو بزګرانو ته ور زده کړي تر څو د کندهار زراعتي سيسټم لا هم وده وکړي او په نړيوال بازار کي ښه نوم او  لوړ مقام ترلاسه کړي.
 
يادو بزګرانو د خپل سفر په اړه لنډ معلومات وړاندي کړل  او ويي ويل چي  د ياد سفر پر مهال يي د هندوستان هيواد د ډهلي، اګرا، مترا او کرنال ولاياتو، دهندوستان د زراعتي تحقيقاتو د عمومي رياست ، د ميکانيزي سيسټم، د ابياري ډراف سيسټم او نورو تحقيقاتي فارمونو لکه د آمو، انارو، غنمو، جوارو، غواوو، بزو او يو شمير نورو تجربوي او تحقيقاتي فارمونو څخه د نژدي وکتل او زياته يي کړه چي کندهاري بزګرانو ته ښي رهنمايي وسوي او او ډير څه يي ځيني زده کړل.
 

Copyright Larawbar 2007-2024