اسټرليا په اړيکو کې د ښه مديريت غوښتنه کړېده
سعيد لودين
د اسټرليا صدراعظم کوين راډ چې همدا اوس د امريکې په دوره بوخت دی په واشنګټن کې ديوې بيانيې په ترڅ د امريکا او چين په اړيکو کې د ښه مديريت غوښتنه کړېده .
د فرانسې د خبري آژانس په حواله کوين راډ چې په واشنګټن کې يې د بروکنيز د موسسې په غونډه کې خبري کولې ويلي دي چې د امريکا او چين د اړيکو دقيقه او سمه اداره د رواني پېړۍ چې د پاسيفيکي پېړۍ په نامه نومول سوېده ، يو ضروري کار دی .
مخکې تر دې د پاسيفيکي پېړۍ اصطلاح د ځينو هيوادو لخوا د يويشتمي پېړۍ دتوضيح لپاره کارول سوې وه ، دغه اصطلاح اصلاو هغه اقتصادي دورې ته اشاره ده چې د آرام اوقيانوس دغاړي هيوادولخوا به د چين، جاپان او امريکا په ګډون پر نړۍ باندي حاکم سي .
د اسټرليا صدراعظم د امريکا نه وروسته و چين ته سفر کوي .
قتل »