دهندي سريالونو بنديدل او د ولسي جرګي مخالفت

د لراوبر اداره | اپریل 13th, 2008


دهندي سريالونو بنديدل او دولسي جرګي دځينو غړو مخالفت 


دشخصي ټلويزيونونو څخه دځينو هندي سريالونو بنديدل دافغانستان داطلاعاتو کلتور وزارت او دعالمانو دشورا هغه پريکړه وه چي څه موده وړاندي دنوموړي وزارت لخوا خپره شوه او دځينو پرديو غلامانو او ګوډاګيانو لخوا د بيان ازادي په نوم تر نيوکو لاندي راغله او له دي کليمي څخه چي ډيموکراسي او دبيان ازادي ده داسي دي نه کيږي او څه چي زمونږ خوښه وي هغه دي کوو د پرديو دکلتور رواج کيدل ددي خلکو هغه هيله ده چي غواړي همدا فورمول زمونږ دخلکو په ذهنونو تطبيق کړي په دي وروستيو کي دځينو شخصي ټلويزيونونو څخه ځيني داسي هندي او دنورو هيوادونو سريالونه نشر ته کيښودل کيږي چي نه زمونږ له کلتور سره سر خوري او نه يي هم زمونږ عقل او عقيده مني تاسو څنګه او نن په کومه خوله دبيان دازادي خبري کوي بيا نن په کومه خوله وايي چي مونږ افغانستان ته خدمت کوو نوبيا ولي دپرديو هيوادونو دکلتور رواج کيدل نه منعه کوي دبيان ازادي په دي معني نه ده چي مونږ دخپل هيواد عنعناتو ته زيان ورسوو ددي هندي سريالونو دزيان او زمونږ په ماشومانو دبدي اغيزي يوه ښه روڼ مثال تاسو ته وړاندي کوم او داپيښه څه موده وړاندي دکابل ښار دمکرويانو په سيمه کي رامنځ ته شوي وه او هغه داچي ديوي نجيلي پلار ديو چا دمړي دخښولو او دجنازي مراسمو ته تللي وه خو کله چي بيرته راګر ځيدلي وو نو لور يي دخپل پلار څخه پوښتنه کړي وه چي پلاره مړي مو وسوځا وه پلار يي ورته ويلي وه چي نه لوري مړي خو څوک نه سوځوي هغه خو مونږ او تاسو خښوو نو لور يي ورته ويلي وو چي نو بيا ولي په طلوع ټلويزيون کي مړي سوځوي؟ نو نور څه غواړي ددي خوار ملت له وينو څخه نور خو مو هر څه وکړل دا ځل داډرامه پاتي وه چي زمونږ کلتور خراب کړي دخداي (ج) په خاطر نوره دالوبه بس کړي او پريږدي چي مونږ خپل غم وژاړو دا غم نور مونږ ته مه راکوي نور نو ددي غمونو توان او طاقت نه لرو پريږدي چي دا خپل کلتور او سپيڅلي عنعنات ژوندي وساتو .


نن چي زمونږ په ولسي جرګه کي ناست کسان چي دولس نمايندګان دي او مونږ ددي لپاره ليږلي دي چي زمونږ لپاره خدمت وکړي او هغه څه چي په تيرو پنځه ويشتو کلونو کي مونږ له لاسه ورکړي وو له هره اړخه چي وو هغه به بيرته راژوندي او دنورو مخه به ونيسي هغه خو څه کوي چي نور يي هم را خرابه کوي او تل ټول وخت په خپلمنځي شخړو تيروي او هروخت يي داوبو په بوتلونو سره زخمي کړي وي دا دي زمونږ دخلکو نمايندګان چي مونږ دڅه لپاره ليږلي دي او دوي څه کوي افرين چي يو دکار سړي را پيدا کړو بيا مو هغه هم په سر سره اخيستي وي او کله يي په يوه بهانه او کله په بله بهانه سره ښکته او پورته ګرځوو او دي ته يي نه پريږدو چي يو ښه کار وکړي داطلاعاتو او کلتور وزارت دا اقدام زه ډيره په ځاي بولم نو څه تندر به راوليږي او ستاسو به څه کم چي چي دا هندي لوڅ او بربنډ سريالونه بند شي.                            

»

Copyright Larawbar 2007-2024