دا خاوره انقلاب غواړي – د ازادۍ انقلاب

د لراوبر اداره | جولای 6th, 2012


 


که دهیواد حالاتو ته ځیر شو نو پرته دخواشینئ اوخفګان څخه به هیڅ څیز لاسته رانه شي ، که وزارت ته فکر کوو اوکه ریاست ته ، که مدیریت ته فکر کوو او که ماموریت ته ، د هر ځای نه به راته دا په ډاګه شي چې په وطن تالان ګډ دی ، دخلکو په ځمکو چور چوپان ګډ دی او دغریب سړي ژوند په زیان دی ، هر دولتي چارواکي کوشش کوي چې د ټول افغانستان دځمکو په غصب سره خپله خیټه ډکه کړي ، د ټول هیواد عواید یې خپل جیب ته لاړشي او دهیواد ټولې سترې ودانئ دده شي.
عام خلک چې خبرې کوي وايي چې افغان حکومت داداري فساد په منګولو کې دی خو زه وایم چې نه اداري فساد  دافغان حکومت په منګولو کې دی او داداري فساد زړه به هم نور چاودیدلی وي چې لیدلي یي وي چې دا څه حال روان دی ، دا څنګه کاروان دی چې سر یې تل په افغانستان دی ، هره ورځ یوه نوې فاجعه ده ، هرې خواته دغمیزو یوه نوې قصه ده ، دا څنګه قانون دی چې جوړ شوی پرون دی خو تطبیق يې یواځې په غریب یون دی ،
یو عادي پياده چې مقرریږي هم دهغې بیه ټولو ته مالومه ده ، که یو څوک په دولت کې دیو ځای څخه بل ځای ته تبدیلي کوي نو دهغه نرخ هم ټولو ته جوت دی او په ځآن کې بیا دا ظرفیت ګوري چې کله به دومره پیسې پیدا کړم چې وزیر صیب ته یې ورکړم او له خیره سره ځآن بل ځای ته بدل کړم ،یو عادي کار دې چې په دولت کې بند وي دومره چکرې به درکړي چې نور به په خپله د خپل کار څخه لاس په سر شې او دځان سره به وایې چې یاره بس ده توبه مې ده له کاره .
د بیا رغونې بهیر ته که پام وکړو نو د ډیر خفګان نه بو مو زړه وژاړي ، کوم سرک چې څوکاله مخکې جوړ شوی وو هغه اوس دمالک په دعا سره بیرته د ړنګیدو په حال کې دی ، کوم پل چې څه موده وړاندې جوړ شوی وو هغه بیرته دلویدو په حال کې دی او کومه تعمیر چې مخکې ودان شوی او رنګونو باندې ښایسته شوی هغه هم دبې رنګئ او خرابیدو په حال کې دي.
وخته دا څنګه پرمختګ دی ډیر حیران پاتې یم
سرک مې جوړ ، تعمیر مې جوړ واوس یې بیا جوړوي
یوه عادي پروژه چې اعلانیږي نو دشرکتونو ښاماران تیار ورته په سنګر کې ډالر په لاس ناست وي او په همدې طمع وي چې د ډالرې ګټو د دغې منبع نه به څنګه ګټه کوو ، هغه بیا نو خپل فعالیت شروع کړي او د ډالرو ویش روان شي تر څو چې دشرکت والا په خپل میشن کې کامیاب او پروژه ترلاسه کړي . بیا نو دشرکت والا خپل مارکیټنګ شروع کړي او داسې څوک پیدا کړي چې ورته مخکې له مخکې ګټه ورکړي .همدا پروژه بیا تر ډیره مودې یو په بل خرڅیږي او تر دې چې دې حد ته ورسیږي چې ایله دومره مصرف باندې بشپړه شي چې د پرانستې وخت کې کار ورکړي او نور دې دپروژې الله مل شي.
دارګ خان هم نااشنا قصې شروع کړي دي ، کله په یو تقریر کې وايي چې زما مامور په خپله دنده مطمین نه دی ، کله وایي چې  دا کتاب ولې داسې لیکل شوی ، کله وایي چې وطن کې فساد ډیر زیات شوی ، ښه نو دارګ سلطانه او دکابل خانه ، تاته چې مالومه ده چې فساد په افغانستان کې په ډیریدو دی نو دا به هم درته مالومه وي چې دفساد اصلي لاملین څوک دي ، فساد چا رامنځته کړی دی او تر شایې دچا لاس دی چې هرې خواته خلاص دی ،مامور یا دولتي کارمند دې چې په دنده باور نه لري خو لامل یې دادی چې ستا دارګ څخه نیولې تر ولایتې قصر پورې ټولې معاملې دپردې تر شا روانې دي او هر مامور په دې پوهیږي چې که نن دي که سباده ، دا چوکئ دتیمورشاه ده ، هغه به خاورې دزړه له اخلاصه کاروکړي ،هیچرې هم نه ځکه چې هغه په خپل زړه ډاډه دی چې چوکئ باندې به یې سبا بل څوک راځي .
دبیکارئ ناورین بلې خوا ته تر ټول ستر ناورین دی چې افغانستان  کې رامنځته شوی دی ، د پوهنتونو څخه هرکال په زرګونه محصلین فارغیږي خو نه یې دولت غم خوري او نه یې هم نورې اداري ، تول بیچاره ګان بیکاره ګرزي او دندې هم یواځې دهغو خلکو په لاس کې دي چې  ډالري زور ولري.
ورځ په ورځ د مسموم شوو ماشومانو شمیره زیاتیږي او مکتبونه یې هم تړل کیږي ، د ښځو سره ظلمونه هم ښه په شور او زور کې زیاتیږي .
دا ټول کارونه به هله سم شي چې دا خاوره یو ځل دسر نه ددې غاصبینو دشره خلاصه شي ، هر وزیر سره احتساب وشي او هره اداره کې شفافیب را منځته شي ، او دا هر څه په رضا سره نه کیږي دا یوې قوي مبارزي ته اړتیا لري چې له امله ی  دا ټول کارونه سم شي ، مبارزه یواځې په وسلې سره نه کیږي مبارزه باید په اصل کې دفکري ویښتوب څخه پیل شي ، خلک باید په دې پوه شي چې ددوی راتلونکي ددوی لاس کې دی ، ددوي په سر باندې باید نورې لوبې ونه شي ،  ددوی د بچو دمستقبل سره باید نورې لوبې ونکړی شي ، د تعلیم په اهمیت باندې خبر شي او تشویق شي چې راتلونکي دورزمونږه دی ، راتلونکی دور دزده کړې دور دی ، دعلم دور دی او مونږه خپل راتلونکي باید په خپله وټاکو ،ځوانان په فکري ویښتوب او انقلاب کې تر ټولو ستره ونډه لوبوی شي ، چې اول یې دکلي کور نه پیل کړي او همداسې دا انقلابي لړئ وغزوي ، که چیرته په رښتیا هم مونږه په دې بریالي شو چې فکري ویښتوب په خلکو کې رامنځته کړو نو هرومرو به دکامیابئ لاره موو او هیوادوال به مو دتل لپاره ددې ناورینونو څخه خلاص شي ، تر ټولو زیات مسوولیت نن سبا دځوانانو دی چې په فکري انقلاب راوستو کې خپل رول ولوبوي .
راواخلئ بیا دانقلاب سره نشانونه
لیونو زلمو ، دا خاوره انقلاب غواړي
دازادئ انقلاب
چې په خندا کړو د سپرلي مړاوي ګلونه
ګلالو زلمو دا خاوره انقلاب غواړي
د ازادئ انقلاب

Copyright Larawbar 2007-2024