افراسياب خټک :دستونزو اخري حل زور دى

مالک اڅکزی - کوټه | اپریل 16th, 2008



دپاکستان دعوامي نيشنل ګوند ايالتي مشرافراسياب خټك ويلي دي چې موجوده ايالتي حكومت به په سرحد كې په خاصه توګه قبايلي سيمو كې امن دامنيت ټينګښت لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي دايالتي كابينې دلومړۍ غونډې نه پس نوموړي خبريالانو سره دخبرو اترو په وخت وويل چې دنوي صوبايي حكومت دا كوښښ دى چې په سيمه كې دې دخبرو او دجرګو لـه لارې امن راوستلى شي


ديو سوال په ځواب كې نوموړي وويل چې عوامي نېشنل ګوند به په ضمني انتخاباتو كې برخه اخلي او چې كوم خالى سېټونه  يې دي په هغې به خپل كانديدان ټاكي نوموړي زياته كړه كه چېرې په صوبه كې دجرګو او خبرو له لارې امن رانه وستل شو نو بيا به ايالتي حكومت د زور اخري لاره استعمالوي اوموجوده ايالتي حكومت به داولس كشالو هوارولو لپاره خپلې ټولې وسيلې پكار راولي


د ورته موضوع په اړه زموږ د لرافغانستان يو بل خبريال ارين خان داسي ليکي :


دعوامى نيشنل ګوند دسرحدمشر افراسياب خان خټک ويلى چې دسرحد ايالت دسولى اوروغى جوړي پخاطر په يوه نوى کړنلاره اعلام کړى چې دسرحد اسمبلۍ په غونډه کښې به ورباندى خبرى اترى هم وشى داخبره ده په پېښور کښې دباچاخان په مرکز کښې دعوامى نيشنل ګوند دايالتى کابينى په غونډه کښې له ګډون وروسته خبريالاتو اوخبرى رسنيو ته په خپله ويناکښې کړيده افراسياب خټک وويل چې په صوبه کښې دتلپاتى سولى او پوخ امنيت ټينګول او رامنځته کول دحکومت بنسټيزه او لومړنى کړنلاره ده چې ډيرژربه له طالبانو سره دخبرواترو لړۍ پيل شى ده زياته کړه چې ANP به په راتلونکو څو ورځو کښې دسولى او روغى جوړى پخاطر يوه هراړه خيزه اوبشپړه کړنلاره وړاندى کړى اوپه دغه کړنلاره به دسرحد اسمبلۍ په غونډه کښې تودبحث وشى افراسياب خټک دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې پخوانى حکومت دکشالو اوستونزو دله مينځه وړلو لپاره له پوځى ځواک څخه دلومړنى حربى په توګه کاراخيسته خوعوامى نيشنل ګوند به له حکومت سره دسوله ايزه او زغنده خبرواترو لړۍ دلومړى حربى په توګه وکاروي ده څرګنده کړه چې په صوبه سرحد کښې بيکاره او بى روزګاره ځلميانو ته مسلکى روزنه ورکړاى شى اوهغوى ته به مياشتنى جيب خرڅ هم ورکول کيږى ديوى پوښتنى په ځواب کښې افراسياب خټک داهم وويل چې دصوبه سرحد په ايالتى کابينه کښې دمسلم ليګ (ن) ته دونډى ورکولو په اړوندهڅى روانى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024