ایتلاف: په غزني او پکتیا کې پنځه وسلوال نېول شوي دي.

رحيم ګل څاروان | جون 19th, 2008


لر او بر ویبپاڼې ته د ایتلافي ځواکونو راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو تېره ورځ په غزني کې دوه وسلوال طالبان د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ نېولي ، خبرپاڼه دا ډول لیکي چې ایتلافي ځواکونو په پکتیا ولایت کې هم د عملیاتو په ترڅ کې دری وسلوال طالبان نېولي دي، دوی وايي چې په زرمت کې یې د عملیاتو په مهال د بهرنیو طالبانو یو ځایګی پیدا کړ له دری موټرسایکلو او ډالرو یې سره بهرني وسلوال طالبان نېول دي. خو لا تراوسه د طالبانو ویاندویانو څه ندي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024