غزل
دا یو څو ورځي ژوندون دی نازوه مي
نن به یم سبا بېلتون دی نازوه مي
لکه شمع لمبه خورم لمبه مي وخوري
ډک له اوره مي لړمون دی نازوه مي
دا غزل مي د خپل زړه په وینو سره سوه
هر یو ټکی یې ګلګون دی نازوه مي
محتسب چي هره ورځ آزارولم
نن یې زما په غاړه خون دی نازوه مي
نن سهار مي پر اورغوي فال کتلی
پر اروا مي بد شګون دی نازوه مي
چي ویل به مي سبا درڅخه ځمه
را نیژدې مي سباوون دی نازوه مي
پر موسم د ارغوان به مي سفر وي
روح مي لاندي تر افسون دی نازوه مي
چي یو یو خواږه یاران مي باندي تللي
پر هغه لاره مي یون دی نازوه مي
جهاني پر هغه دښته مي سفر سو
چي هر پل یې د مجنون دی نازوه مي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۴ کال د جنوري شپږویشتمه، ویرجینیا