په راولپنډۍ كې دوې چاودنې وشوې
40
نن سهار د راولپنډۍ هوايي ډګر او فوځي مركز ته څېرمه پرلپسې دوې درنې چاودنې وشوې .
چې له امله د پېښې ځاى ته څېرمه كورونه لړزېدلي او ښيښې يې پر ځمكه پرېوتې دي .
. په پېښه كې تر دا مهاله د كوم ځاني او مالي زيان په اړه چا څه نه دي ويلي .
دا په داسې حال كې ده چې نن په راولپنډۍ كې د جنرال طارق مجيد په مشرۍ د پاكستاني فوځ يوه غونډه هم كېدونكې ده .
د پېښې په اړه نور جزيات به ليږ وروسته پر ليكه شي .