د خيبر پښتونخوا په ادم خېل دره کي د سکرو په يوه کان کي ۹ کاريګر مړه سوي دي
Aziz Rahman Hazim
د خيبر پښتونخوا پېښور ښار ته نږدې په دره ادم خېل کي د سکرو د يوه کان د ړنګېدلو له امله نهه کاريګر وژل سوي دي. له دې کان څخه يو کاريګر ژوندی را ايستل سوی دی.
په سيمه کي خلګ وايي، چي د چهارشنبې په ورځ دره ادم خیل اخوروال سیمه کي د سکرو په يوه کان کي ۱۱ مزدوران په کار لګيا وه چي د په کان کي د لړزې له امله ياد کان ړنګ سو او ۹ وګړي پکي مړه سوه. او څلور نور پکي ژوبل سوي هم دي.
په پېښه کي وژل سوي کسان د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې دي.
په ياده سيمه کي ګڼ مزدوران او کاريګر وخت ناوخته د اکسيجن د کمښت له امله ساه ورکوي.
تیره میاشت هم په کوټه کي په مزدورانو د سکرو يو کان ړنګ سوی وو چي پکي ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.