اجرائيه رئيس: د ټاکنو په ورځ به بايميټرک سيسټم وکارول سي.
Aziz Rahman Hazim
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چي د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو په ورځ به رايه ورکونکي بايميټرک سيسټم کي ثبتېږي.
ډاکټر عبدالله دا څرګندوني پرون د جمعې په ورځ د برهان الدين رباني د وژني د اووم تلين په ياد غونډه کي چي د لويي جرګې په خېمه کي جوړه سوې وه وکړې.
ښاغلي عبدالله وويل، چي په دې سره به د سياسي ګوندونو اندېښني له منځه ولاړي سي.
له ډېري مودې راهيستي د افغانستان يو شمېر سياسي ګوندونو د راتلونکو پارلماني انتخاباتو پر شفافيت شک څرګند کړی وو او د نورو غوښتنو ترڅنګ ئې په بايميټرک سيسټم کي د رايه ورکونکو د ثبتولو غوښتنه هم کول.
اجرائيه رئيس عبدالله وويل: ” له نیکه مرغه ویلای سم، کومه پریکړه چي د ټاکنو کمېسون به ئې اعلان کړي، د بایومټریک رایې ورکووني په اړه ده، چي د ټاکنو پر ورځ د بایومټریک څخه په ګټه اخیستني سره به د خلګو او سياسي ګوندونو اندیښنې رفع سي”.
د لوی ملي ايتلاف په نامه د ګوندونو يوې اتحاديې د خپلو غوښتنو د نه منلو په صورت کي ګواښ کړی دی چي په ځينو ولايتونو کي به ټاکني نه کوي.
په همدې تړاو ئې په بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار کي د انتخاباتو د کمېسون دفترونه وتړل. خو د حکومتي ځواکونو له لوري په هرات او ننګرهار کي دا دفترونه بېرته پرانستل سوه، مګر په بلخ او کندهار کي لا تراوسه دا دفترونه تړلي پاتي دي.
د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی، چي د هغه کسانو پر وړاندي به له زور او ځواک څخه کار واخلي چي د انتخاباتو پر وړاندي خنډونه جوړوي.
د بهرنيو چارو وزير برهان الدين رباني هم په ياده غونډه کي وويل،که د راتلونکو ټاکنو د شفافيت ډاډ ورنه کړل سي، د اوسني نظام مشروعيت به ترپوښتني لاندي راسي.