“ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په حکومتي سیمو کي اوښتې ده”
Aziz Rahman Hazim
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت ګروپ په يوه خپاره کړي راپور کي ويلي دي چي ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په حکومتي سیمو او د حکومتي ځواکونو له خوا اوښتې ده.
په راپور کي ويل سوي چي د هدفي وژنو سره سره دا ځل ډيره مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کي اوښتې ده،چيد د ولس اندېښنې یې راپرولې دي .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، چيپه ښارونو کي د ننه د ولسي وګړو مدني فعالانو قومي مشران، او خبریالانو تلفات د انديښنې وړ دي.
سېپګ په خپل تازه میاشتني راپور کي ويلي، چيد افغانستان په ۱۲ ولایتونو کي د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او هوايي بریدونو نږدې ۱۲۳ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ، چې۱۰۳ کسان وژل سوي او۲۰ نور ټپیان سوي دي ، چيیوه برخه يې ښځې او ماشومان دي .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG) د معلوماتو له مخې ، په تېره سپټمبر میاشت کي په شلو ولایتونو کي پراخ تلفات اوښتې دي ، چيد ښځو او ماشومانو په ګډون۲۴۰ تنه ملکي وګړي وژل سوي او تر۳۵۰زیات ټپیان سوي دي .
د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ د موندنو له مخې په تېره سپټمبر میاشت کي زیاته ملکي مرګ ژوبله په ننګرهار ولایت کي رامنځته سوې ده ، چي یوازې په مومنددره ولسوالۍ کي پر لاریون کوونکو ځانمرګي برید تر۲۳۰ تنو زیات ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، چي له کبله ئې۶۸ تنه ملکیان ووژل سول او۱۶۵ نور ټپیان سول ، خو د کابل خونړی برید چي په ترڅ کي ئې د ۶ تنو خبریالانو په ګډون ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله هم د اندېښنې وړ دی ، په یاد برید کي ۲ تنه خبریالان ووژل سول او څلور تنه نور ټپیان سول همدارنګه په کندهار ولایت کي مدني فعال په یو برید کي ووژل سو ، په هدفي وژنو په کابل کي ولسي جرګې ته د یو تن نوماند ژوند واخیست او یو تن بل یې ټپي کړ
د (CPAG) ياد ګروپ له دولت څخه غواړي ، چي د شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د تېرې اګست میاشتې کي ۷۸۵تنو ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې وه ،چي۲۶۱ کسان وژل سوي او ۵۲۴ نور ټپیان سوي وو.