سعودي د قاچاقو په تور پاکستانۍ ښځه او خاوند اعدام کړي دي
Aziz Rahman Hazim
سعودي عربستان تېره ورځ په جده ښار کي يو پاکستانی سړی او ښځه د قاچاق په تور اعدام کړل.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه جوړه ( خاوند او مېرمن) ئې سعودي ته د هيروئينو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
د سعودي چارواکو په خبره، دغه سړی چي محمد مصطفی او مېرمن ئې فاطمه اعجاز نومېده هغه وخت ونيول سول چي کله ئې سعودي ته هيرويين قاچاقول او محکمې ددوی په هکله د مرګ سزا اورولې وه.
دا پر داسي مهال ده چي په سعودي کي اوسمهال تر ۲۱۰۰ زيات پاکستانيان د بېلابېلو جرمونو په تور بنديان دي.
سعودي عربستان يو له هغه هيوادونو څخه دی چي د قاچاق وړونکو ته د مرګ سزا ورکوي.