د کندهار امنيه قومندان: په معروف ولسوالۍ کي ۶۵ وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده
Aziz Rahman Hazim
د کندهار امنيه قومندان تادين خان وايي، چي د معروف ولسوالۍ د یوسف نیکه په سیمه کي د نښتو او هوايي بریدونه پرمهال تر ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د تادين خان په خبره، په دغه بريدونو کي ۳۷ وسلوال وژل سوي او ۲۸ نور ژوبل دي.
نوموړی زياتوي، چي وسلوالو پلان درلود چي د معروف ولسوالۍ سقوط کړي، خو د امنيتي ځواکونو د بريدونو سره ددوی پلان شنډ سو.
تادين خان زیاتوي، چي وژل سوي او زخمي وسله وال د ډيورنډ کرښي ها غاړي ته وړل سوي دي. او هلته د زخمیانو درملنه روانه ده.
طالبانو د معروف ولسوالۍ د يوسف نيکه د پوستې د نيولو ادعا کړې ده.