کور / #PTM / عارف وزير: دا تپوس به خپله کوم چي پاکستاني ايجنسيانو په کوم تور بندي کړی وم

عارف وزير: دا تپوس به خپله کوم چي پاکستاني ايجنسيانو په کوم تور بندي کړی وم

په جنوبي وزيرستان کي د پي ټي ايم مخکښ غړي عارف وزير له زندان څخه تر راخوشي کېدلو وروسته ويلي دي، چي عدالت ته به دی خپله ورځي او هلته به خپله دا تپوس کوي چي ولي دا دومره موده بندي کړل سوی وو او په کوم جرم دی بندي ساتل سوی وو.

عارف وزير د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښ مشر علي وزير د تره زوی دی، چي شاوخوا څلور مياشتي وړاندي په لورلايي کي د پښتون ژغورني غورځنګ د لاريون پر مهال پوليسو نيولی وو او پرته له کوم جرم او مقمې ئې په بند کي ساتلی وو.

عارف وزير نن وويل، چي دی به ددې پوښتنه ارومرو کوي، چي ولي دی دومره موده په زندان کي اچول سوی وو او دده د کورنۍ غړي ملاقات ته نه پرېښودل کېدل.

عارف وزير وايي، موږ نه پوهېدلو چي چرته بنديان يو.

نوموړی وايي، زموږ جرم يواځي داوو، چي د پي ټي ايم غړي يو.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين هم عارف وزير او د هغه سره ملګري صابر او سيف الله ته د خوشي کېدلو لپاره ښه راغلاست ويلی دی.

ښاغلي پښتين دا هم ويلي دي، چي پرون ورځ په ټانک سيمه کي ددوی دوه نور فعال غړي نيول سوي دي.

پښتون ژغورني غورځنګ يو فعال اولسي تحريک دی، چي د پښتنو د حقوقو غوښتنه کوي او ددوی د غوښتنو پر وړاندي پاکستاني پوځ او استخبارات د اندېښنو سره مخ سوي دي، نو ځګه ددغه غورځنګ فعاليتونو ته ګواښونه پېښوي.