کندهار: په کانکور کي د ګډونوالو شمېر څلور زره کسانو ته لوړ سوی دی
Aziz Rahman Hazim
په کندهار کي دپنجشنبې په ورځ له زرګونو نارينه او ښځينه وو څخه پر داسي مهال دکانکور ازموينه واخيستل سوه، چي د کندهار ولايت مقام مرستیال، د پوهنتون، پوهني او پوهنځيو رئیسان او د مرکز کابل څخه د کانکور لپاره راغلي پلاوي ګډون درلود.
د کانکور ازمویني د پیل پر مهال د کندهار ولايت مقام مرستیال عبدالحنان منیب خوښي وښوول، چي سږ کال د نورو کلنو په پرتله د کانکور په ازموینه کي د ګډون کوونکو شمېر زیات دی، چي په خبره یې ښايي په راتلونکو وختونو کي دغه شمېر نور هم لوړ سي.
نوموړي د کندهار د پوهني ریاست د مسؤلینو څخه مننه وکړه چي د فارغ زده کوونکو لپاره یې د کانکور د امادګۍ کورسونه دایر کړي وه او هم یې خوښي وښوده چي د کندهار او نورو ولایتونو د کانکور د ګډونوال د کامیابۍ چانس شپږو مهمو پوهنځيو ته زیات سوی دی.
همداراز د کندهار پوهنتون او پوهني رياستونو رئیسانو هم د خپلو ويناوو پرمهال وویل، چي د کندهار زده کوونکو ته دي د کامیابۍ لا هم زیات امتیازات ورکول سي ځکه دا ولایت او په ځانګړي ډول جنوب لوېدیځي حوزې تر نورو ولایتونو زیاتي ستونزي لیدلي دي،
هغوی د برياليو محصلینو لپاره د ځانګړي امتیاز پر ورکړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي مرکزي اداره ټول پلانونه د سرد سېرو سیمو لپاره جوړوي چي په خبره یې ګرم سېره ولایتونه ورسره د ګڼو ستونزو سره مخ وي.
بل خوا د ازمویني د کمېټې مسؤل د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اقا شېرزاد وویل، چي د کندهار او نورو ولایتونو د کانکور ګډونوالو ته یې په شپږو پوهنځيو کي د کامیابۍ چانس ځکه زیات کړی څو په لېرو پرتو سیمو کي دندي اجراء کړي، نوموړي د ازمویني د پوره شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چي اوس د کانکور په چارو کي هیڅ لاسوهنه نسي کېدای.
سږ کال د لوړو، نیمه لوړو او شپنی کانکور ازموینه ټول پر یوه وخت د دوه ورځو په جریان کي اخیستل کیږي، همدارنګه سږ کال په کندهار کي د کانکور لپاره ۴۱۲۰ تنو نومونه ثبت کړي، چي له جملې څخه یې ۶۰۰ تنې ښځینه دي.