هند وايي، پاکستان دي نړيوال تور ليست ته واچول سي

Aziz Rahman Hazim | مې 2nd, 2019


هند وايي، پاکستان بايد په تور ليست کي شامل سي، ترڅو د ترهګرۍ مالي سرچيني وچي سي او دا به د ترهګرۍ پر وړاندي د نړيوالي مبارزې يو ډېر اغېزمن اقدام وي.

د هند د ماليې وزير ايرون جيټلي نن خبريالانو ته په يوې غونډه کي وویل، چي پاکستان بايد د خړ ليست څخه تور ليست ته وغورځول سي.

ښاغلي جيټلي وويل، دوی به د FATF  ته وړانديز وکړي چي پاکستان د ترهګرو د مالي مرستي په خاطر تور ليست ته ور اضافه کړي.

FATF نړيواله اداره ده، چي په نړۍ کي د ترهګرو د مالي سرچينو او عائد په شنډولو کي هلي ځلي کوي.

دغه اداره به په روانه مياشت کي يوه غونډه ولري او په نړۍ کي د ترهګرو د مالي سرچينو په تړاو به خپل راپور وړاندي کړي.

يادي ادارې څو مياشتي وړاندي پاکستان د ترهګرو سره د مالي مرستي په تور په خړ ليست کي شامل کړی.

د خړ ليست څخه هدف دادی چي دا به پاکستان ته يو ګوتڅنډنه وي، چي د ترهګرو د ملاتړه لاس واخلي، که چيري پاکستان خپلو کړنو ته ادامه ورکړی، نو پاکستان به د خړ ليست څخه تور ليست ته ور واچول سي.

د هند د ماليې وزیر وايي، چي پاکستان لا هم د ترهګرو مالي او ځاني مرستي کوي او  نړيوالو ته ئې ګواښ پېښ کړی دی، نو په همدې اساس هند هڅه کوي پاکستان په اقتصادي ډګر کي لا نور منزوي کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024