په قبائلو کي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره غونډي رواني دي
Aziz Rahman Hazim
په قبائلي سيمو کي د ځايي اسمبلۍ لپاره د ټاکنو کمپاين روان دی، خو په دې کمپايونو کي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتني هم کېږي.
تېره ورځ دقبائلو په بېلابېلو سيمو کي کمپايني غونډي وسوې چي په ټولوکي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتني پکي وسوې.
د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر نثار لالا ويلي چې د علي وزير او محسن داوړ بنديوان ساتل د وزیرستان د خلکو رايو ته سپکاوی دی.
په غونډو کي خلګو د پاکستاني رياست او پوځ دهغه ظلمونو په ضد هم اواز اوچت کړی چي د پښتنو پروړاندي ئې جاري کړی دی.
علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي د ۲۶ نېټې د خړ کمر د پېښي وروسته ونيول سول او پرته له کوم تور څخه په زندان کي اچول سوي دي.
د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر کي د پاکستاني پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر غړو ډزي وکړې ۱۶ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.