کابل چاودنه: ۹۶ کسه ژوبل سوي، طالبانو د پېښي مسؤوليت منلی دی
Aziz Rahman Hazim
د کابل د نن ورځي په بمي چاودنه کي د زخميانو شمېر چي ډېری ئې ملکي وګړي دي ۹۶ تنو ته رسېدلی دی.
نن سهار ۹ بجې د کابل ښار په لوېديځ شپږمه ناحيه کي موټربم بريد وسو، د چاودني ږغ تر ليرو سيمو پوري واورېدل سو.
د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، چي تر دا مهاله ۹۶ تنه بېلابېلو روغتونونو ته انتقال سوي دي.
۱. استقلال : ۶۹ تنه
۲. علی اباد : ۱۹ تنه
۳. ایمرجنسی : ۷ تنه
۴. جمهوریت : ۱ تنه
په پېښه کي د وژل سويو کسانو شمېر تر دا مهاله مالوم نه دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چي نن سهار شااوخوا ۰۹:۰۴ دقیقې یو موټر بمب د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د امریت نظام قراول په نښه کړی دی.
د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې او د ګڼو سرتېرو د وژلو ادعا ئې کړې ده