مصور خپرندويه بنسټ په کار پيل وکړ
عظیم ممتاز
( مصور خپرندويه بنسټ ) چې د شهيد ډاکتر محمد هاشم مصور په نامه نومول شوی د افغان کلتوري ټولنو جرګې تر چتر لاندې له شل زره ډالرو لومړنۍ پانګې سره د خپل کار پيل اعلان کړ . دغه اعلان د هغه سيمينار په ترڅ کې وشو چې د پښتو او د ژباړې اړتيا تر سرليک لاندې د افغان کلتوري ټولنو جرګې او پښتو نړيوالې مرکې له خوا جوړ شوی و. لومړنۍ پانګه د شهيد ډاکتر مصور د کورنۍ له خوا د هغه شهيد د فرهنګي ارمانونو لپاره وقف شوې ده .همداراز ديادونې وړ ده چې مصور خپرنديه بنسټ به تر زياتې اندازې د ماشومانو د ادبياتو او د هغوی په اړه خپرونوته ځانګړی وي.