ترهګر رياست پر کورونو چاپې وهلي او د پي ټي ايم ګڼ غړي ئې نيولي دي
Aziz Rahman Hazim
ترهګر رياست وروسته له هغه چي د پي ټي ايم مشر منظور پښتين عام ولس ته ويناوي وکړې د دغه غورځنګ پلويان تنګوي او زندانونو ته ئې اچوي.
وروسته له هغه چي ښاغلي منظور پښتين جنوبي وزيرستان ته سفر وکړ او هلته ئې خلګو ته وينا وکړه د پاکستان د ترهګرپال رياست لخوا ورته مقدمې جوړي سوې او د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان نيسي.
د غورځنګ يوه ځايي مشر رحمت شاه مسيد وايي، چي پوليسو د ۱۰۰ کسانو پرضد مقدمې درج کړې او پر کورونو ئې چاپې وهلي دي.
هغه زياته کړه چي دوی د جلسو پر مهال هيڅ ډول غيرقانوني او غيراييني ويناګانې او نعرې نه دې وهلي.
رحمت شاه مسيد وايي، حکومتي اقدامات به دوی د ظلم خلاف له غږ اوچتولو څخه ونه دروي.