وزيرستان کي د سمپټبر پر ۲۵ د دهشتګر پوځ پر ضد قبائل ستره جرګه جوړوي
Aziz Rahman Hazim
د رواني سپمټبر مياشتي پر ۲۵ نېټه به د وزيرستان ټول قبائل د ترهګر پوځ د ظلمونو خلاف جرګه کېږي او په سپين وام کي د وروستۍ پېښي په تړاو به پرېکړه کوي.
په دغه جرګه کي به د پښتون ژغورني غورځنګ د دوو مخکښو مشرانو علي وزير او محسن داوړ د راخوشي کولو په هکله هم خبري کېږي.
د شنبې په شپه د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کي د ترهګر پاکستاني پوځ لخوا د سيمي دوه کسان چي يو دبل وروڼه وو په ډزو ووژل سول.
دغه دواړه ورونه د خپلي کروندې په اوبه کولو لګيا وه چي د ترهګر پوځ ګزمه ورباندي راغله او پر دواړو ئې بې درېغه ډزي وکړې.
د پېښي سره هممهاله د سيمي اوسېدونکو هم پر ترهګر پوځ ډزي وکړې او پاکستانی عسکر ئې هلاک کړی.
د يادي پېښي په غبرګون کي د سپين وام خلګ د احتجاج په توګه راټول سول او د د هشتګر پوځ پر ضد ئې شعارونه ورکړل او همداراز ئې د پېښي په هکله وضاحت وغوښتی.
دغه احتجاج د ځايي قبائلي مشرانو په غوښتنه د موقت وخت لپاره پای ته ورسېدی او د سپمټمبر پر ۲۵ نېټه به د وزيرستان ټول قبائل مشران د يادي پېښي د څېړلو لپاره يوه ستره جرګه کوي.
په دغه جرګه کي به د محسن داوړ او علي وزير د خوشي کولو لپاره هم پرېکړه ليک چمتو سي.
محسن داوړ او علي وزير هغه مهال ترهګر پوځ ونيول چي د شمالي وزيرستان په خړ کمر کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان پوځ بريد وکړ او ګڼ کسان ئې شهيدان کړل.