مومندو ايجنسي کي ماين چاودني د (ايف آی يو) يو کارمند وژلی بل ژوبل دی
Aziz Rahman Hazim
د مومندو ايجنسي په پنډيالي تحصيل کي تېره ورځ د يو ښخ کړل سوي ماين د چاودني په پايله کي د ايف آی يو يو کارمند وژل سوی او بل تن ټپي دی.
چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوه چې کله د (ايف آی يو) د کارمند ډاکټر طاهر موټر پر ښخ کړل سوي ماين وربرابر سو، چي په دې سره ډاکټر طاهر ژوبل سو، خو ورسره بل ملګری ئې ووژل سو.
د چاودنې پړه د حزب الاحرار وسله والې ډلي منلې ده.