ولسمشر ته پرانیستی لیک
افغانانو په پیسو هندوان روزل کیږي، ولسمشر ته پرانیستی لیک
د افغانستان جلالتمآب ولسمشر صاحب! له سلامونو وروسته غواړم چي د لوړو زده کړو یا تحصیلات عالي په وزارت کي مو له یوي دردونکي پیښي خبر کړم.
هغه دا چي د دي وزارت په چوکاټ کي یوه پروژه ده چي د نړیوال بانک یا World Bank له خوا زموږ له هیواد سره د مرستي په موخه پلي کیږي او هدف یي په هیواد کي د لوړو زده کړو د موسساتو تقویه کول دي چي دStrengthening Higher Education Project په نامه یادیږي. نوموړي پروژه وظیفه لري چي د افغانستان د لوړو زده کړو سیستم قوي کړي خو د دي پروژي د اصلي اهدافو په ځای داسي کارونه کیږي ملي ضد بڼه لري او د بیوزلو افغانانو پیسي د خاینانو د حیف او میل وسیله ګرزي چي زه یي ستاسو محترم حضور ته یوه وړه نمونه وړاندي کوم.
جلالتمآب جمهور رییس! د دي پروژي د تطبیق په لړ کي د نورو زیاتو تخطیو سره سره د لوړو زده کړو وزیر صاحب د سکومار په نوم یو هندي تبعه د مشاور په حیث مقرر کړی دی چي د میاشتي لس زره امریکايي ډالره تنخوا ورکوي او د ښاغلي سکومار وظیفه دا ده چي د دي پروژي په هکله قراردادونه تر خپل نظر لاندي تیر کړي. بده خبره دا ده چي نوموړی یي د دي پروژي د مشر عبدالحی صوفي زاده سره یو ځای د ۲۰۰۸ میلادي کال د آګست د میاشتي په آتمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو ته لیږلی دی چي په دواړو باندي دیرش زره امریکايي ډالره مصرف راځي او په دي پیسو باندي اصلا باید زموږ د لوړو تحصیلاتو موسسات
و ته لابراتوارونه تهیه شوي وای. دوی په داسي حال کي امریکا ته د افغان محصلینو د ارزیابۍ تر عنوان لاندي لومړی نیویارک او بیا کلیفورنیا ته ځي چي په اړوندو څانګو کي نه خو عبدالحی صوفي زاده او نه هم د هغه ملګری هندي تبعه سکومار کوم معلومات لري. عبدالحی صوفي زاده د لوړو زده کړو د وزیر ښاغلي اعظم دادفر نږدي خپلوان یا ملګری دی او عبدالحی صوفي زاده د خپلي ساعت تیرۍ، چکر او عیش نوش لپاره خارجیان د ځان داسي ملګري کړي دي چي د بیوزله افغانستان په پیسو یي حتی امریکا ته هم له ځان سره بیايي.
باید وویل شي چي لومړی خو هلته د محصلینو ارزیابۍ ته هیڅ اړتیا نشته ځکه هغوی په امریکا کي خپلي زده کړي کوي او کله یي چي تحصیلات بشپړ شي نو پخپله بیرته هیواد ته راځي. بل دا چي د هغوی زده کړي په دریو څانګو کي دي چي انجنیري، معلوماتي ټکنالوجي او انګریزي ژبه ده چي نه عبدالحی صوفي زاده او نه هندي تبغه سکومار په دي څانګو کي هیڅ ډول معلومات نه لري چي ګواکي دوی دي په امریکا کي محصلین ارزیابي کړي. بل دا چي که فرضا ضرورت وای چي څوک د ارزیابۍ لپاره تللي وای نو هغه باید افغانان وای نه هندوان یا خارجیان.
له بلي خوا باید وویل شي چي د دي پروژي د تطبیق په لړ کي دا د وزیر صاحب د مقرر کړي شخص عبدالحی صوفي زاده دریم یا څلورم سفر دی چي امریکا ته یي کوي او د دي مهمي پروژي بودجه په خپل عیش نوش او چکر باندي لګوي. دا ثابت حقیقت دی او تاسو پوښتنه کولای شی.
دا دی تاسو ته مو د لوړو زده کړو د وزارت د رهبري هیئت د کارکردګۍ یوه وړه نمونه ولیکله ستاسو جلالتمآب توجه ورته را اړوم.
بریالیتوب مو غواړم