پړه هم مونږ مړه هم مونږ
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالوحید وحید
زمونږ ډيرى سياستوال په ځانګړې توګه حاکمه ډله د خپلو دفترونو رنګ، روغن، ميز او چوکئ، کوچونه او فرش د کويت، قطر، دوبئ او بحرين د اميرانو په شان، په ديوالو باندې لګيدلي انځورونه د خپل ذوق سره سم لکه د انځوريزې ګالري په شان، دريشي، بوټونه، نيکټايي د مايکل جکسن غونډې، د کاري ميز ترشا ننداره ايز کتابتون د کوم پروفيسور او فيلسوف غونډې، باډي ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان تورې سترګئ ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودي د پاچا غوندې او ميک اپ د کومې شهزادګئ غونډې کوي، خو لاهم نه پوهېږي چې هغوى د لوړې کچې تر ټولو ناکام سياستوال، د يوه فقير هيواد په فساد کې ککړ واکمن دي چې 54% ولس يې د فقر له پولې لاندې ژوند کوي. دغه سياستوال لاهم فکر کوي چې سترواله او وياړونه په لوکس موټرونو مودرن دفترونو، انځورونو، کوچونو، کتابخانو، قيمتي فرشونو کې نغښتئ ده، چې هغه يې هم له نړيوالو څخه د ولسي اړتياو د کچې د ښکته کولو په نوم په خيرات کې ترلاسه کړي دي. دغه ډول ځينې مشرانو ته د خپلو چاپلوسانو لخوا ويل کېږي چې ولس ټول نر او ښځې د واک په ګدئ باندې ستاسو کيناستلو ته شيبې حسابوي. ملت په ټاکنو کې 99%سلنه رأيه ستاسو په حق کې وکاروله خو متآسفانه چې ستاسو رقيب نوماند د تخطي تقلب او درغلئ له امله ستاسو لخوا ګټل شوې بريا د خپل ځان په ګټه حساب کړه. هله نورې پيسې راکړه چې ستاسو بريا بيرته خپله کړو. ځينې نورو ته ويل کېږي چې ځوانان او ښځې د هيواد محکوم مجبور او مظلوم قشرونه دي. په شعارونو او احساساتي خبرو ښه غوليږي. په دغه نوم او د دغو قشرونو د حقونو د خونديتوب په نوم هم دغه قشر غوليږي او هم دهغوي لويديزوال انډيوالان دوکه کيداى شي.
مونږ ولسي خلک دواړه خواوې پيژنو، خو غږ نشو کولاى او يا هم ددې لپاره غږ نه کوو چې زمونږ په آند زمونږ غږ نه اوريدل کيږي.
د داسې غټانو ايمانونه نيمګړي او وجدانونه يقيناً ويده دي، خو چاپلوسانو ور څخه حلقه تاو کړې او نه پريږدي چې څوک د هغوى ويده وجدانونه د ويښولو هڅه وکړي او يا هم په زغرده ورته ووايي چې سياسي بريا د ولس په غولولو، دوکه کولو او په جګړو کې په وژلو نه، بلکه د هغوى د دردونو او ستونځو په کمولو او هغوى ته د سوکاله ژوند په برابرولو کې نغښتئ ده.
دغو مشرانو هغه مورکئ نه ده ليدلې چې دوه زامن يې په بمبارد کې وژل شوي او د کابل په ايمرجنسي روغتون کې تر سختو جراحي عملیاتو لاندې د پراته ايکي يوه زوى د سر د خونديتوب دعا يې په عمومي سرک باندي له تلونکو لارويانو څخه غوښته.
د هوا او هوس دغو مجنونانو د هغې خورکئ آهونه او ساندې نه دي اوريدلې او يا يې هم اوريدل نه غواړي چا چې په روژه کې د اختر د کاليو د راوړلو په تمه د ورور د راتلو لاره څارله. کله به يې دروازې او کله هم کړکئ ته منډه کوله، خو کور ته يې په انتحاري بريد کې د ورور ټوټه شوئ جسد راوړل شو!
هغوى هغه تور سرې خورکئ هم نه ده ليدلي چې د شاه شهید په انفجار کې يې خاوند او دوه بچيان وژل شوي، کور يې کنډواله شوئ او د کنډواله کور په خاورو ناسته د هغې پرښتې انتظار کاوه چې کور ته يې د پناه ورکولو په موخه بوزي؟
هغوى د هغه ځوان د نيمګړيو او نيمه خوا ارمانونو په هکله کله هم فکر نه ده کړئ چا چې د روانې بدمرغه جګړې په سنګر کې د ژوند په اخري شيبو کې د خپل مرګ په تړاو انديښنه نه درلوده، خو خپلې ميرمنې ته اندېښمن وه او ورته په تليفون کې د خپل عزت او عفت ساتلو وصيت کوي.
هغوى کله هم کومې هديرې ته سر نه ده ورښکاره کړئ تر څو په خپلو غټو غټو سترګو وويني چې په هديره کې ولې ډيرى وژل شوي خلک ځوانان دي؟
هغوى د کابل عسکري څلور بستريز روغتون ته تلل راتلل لري، خو کله هم په روانه جګړه کې د هيواد د ځوانانو د بيځايه وژل کېدو د لاملونو په تړاو فکر نه کوي، چې دغه ځوانان مو ولې وژل کيږي؟
هغوى د کابل په لارو کوڅو ګلدانونو او پلونو لاندې پراته هغه ځوانان نه دي ليدلي چې د جګړو فقر، بيکارئ او کورنيو ستونځو له امله يې نشو ته مخه کړي او د اکثرو په نشه يي توکو اخته شويو ځوانانو فاميلونه بي سرپرسته پاتې دي.
د مشرانو تر شاوخوا راتاو درباريانو چاپلوسانو او غوړه مالانو کې داسې څوک نشته چې دغه ويده مشران پوه کړي چې د ښځو او ځوانانو حقونه ورکول دا نه دي چې څو کسه غوړې پړې تنکئ پنکئ ښايستوکي، د غرب په سرخي او پوډرو ککړې ښځې او څو کسه نور له اخلاقو او عقيدې څخه عاري، له افغاني دودنو او ملي ارزښتونو څخه ناخبر غرب مزاجه ځوانان په لوړو پوستونو باندي وګمارل شي، نو د ښځو او ځوانانو حقونه به خوندي شي.
که د ښځو او ځوانانو د حقونو په خونديتوب يې باور درلودلاى، نو دغه روانه بدمرغه جګړه به يې ختمه او هيواد ته به يې د سولې د راوستلو لپاره قرباني ورکړې واي، چي نور مو په دغه جګړه کې د هيڅ ځوان ارمانونه نيمګړي نه پاتې کيداى. د هيڅ يوې مورکئ د زړه ټوټه د جګړې د لمبو د سون توکئ نه کيدلاى او د هيڅ خورکئ د اوربل ګل د روانې جګړې له امله نه رژيداى.
زمونږ ستونځې بهرني لاملونه لري، خو مونږ هم د خپلو پراخو ستونځو د مسئوليت دروند بار ته اوږه ورکړې ده. مونږ هم هر لوري، هر سياسي او غير سياسي بهير د هيواد او ولس په تړاو له خپلو ديني او ملي څخه په يوه او بله بانه ځانونه خلاصوو. زمونږ په هیواد کې کمونيزم زمونږ کمونستانو نيست او نابود کړ، جهاد مو ځينو جهادي مشرانو د واک په سر د جګړو له امله بدنام کړ، اسلام هغو خلکو ولس او نړئ ته د تاوتریخوالي دين وروپيژانده چا چې د داسلامي نظام د پلئ کولو لپاره د مبارزې دعوه کوله او د تنکئ وارداتي ديموکراسي بنسټونه د ديموکراسي د دښمنانو لخوا نه، بلکې په لوړو پوستونو باندې ناستو هغو تنکيو ديموکراتو چارواکو لخوا وران او دغه تازه وارد شوې پروسه د ولسونو ترمنځ د بي باوري او ملنډو وړ شوه څوک چې په اخلاقي، اداري او مالي فساد کې تر ستوني پورې ککړ دي.
راځئ په خپلو او پرديو باندې د سمون او بدلون لپاره فشار راوړو.
راځئ چې د هوا او هوس هغه مجنونان راويښ کړو چې نه معیارونه لري او نه هم ستاندردونه لري. د دين او وطن نوم يې واک ته د رسيدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره وکاراوه.
پرون يې افغان بچيان د وطن او دين دښمن په نوم په يو او بل ووژل او نن ورسره د ايتلافونو جوړولو لپاره ورته جرګې ورليږي. پرون يې دواک لپاره کابل کنډواله کړ او نن ورسره ايتلافونه جوړوي.
مونږ د افغانانو ترمنځ د يووالي او د مشترکاتو په بنسټ خپلمنځي اختلافاتو ختمولو سخت پلوي يو، خو د واک او شخصي ګټو لپاره له پرونى دښمن سره په سپيڅلو نومونو ايتلافونه جوړول د ولس په سترګو کې د اغزي اچول ګڼو او دغه ناوړه کړنې د هيواد ولس، ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو سره جفأ ګڼو.
عبدالوحید وحید
کابل افغانستان