ترهګر رياست بيا وزيرستان ته نوې ترهګري راوستل غواړي
Aziz Rahman Hazim
د خيبر پښتونخوا وکيلان او قامي مشران وايي، چي په سيمه په تېره بيا شمالي وزیرستان کي بياد حکومت پلوه طالبانو د راپورته کېدو وېره سته.
د خيبر پښتونخوا په ايالتي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی مير قلم وزير وايي، چي په دې وروستيو کي داسي نښي ليدل سوي چي وسلوال طالبان بيا په شمالي وزيرستان کي د راپورته کېدو په حال کي دي.
ښاغلی وزير وايي، چي هدفي وژنو زور اخيستی او د پوځي هډو په شتون کي هم وسلوالو فعاليتونه پيل کړي دي.
مير قلم وزير وايي، چي دا ځل به ولسي وګړي د وسلوالو پرضد راپورته کېږي او پرې به نه ږدي چي استخباراتي جګړه دې بيا دا اولس در په دره کړي.
مير قلم وزير وايي: ” د حيرانتيا خبره دا ده چي د زرګونو امنيتي سرتېرو او ګام پر ګام امنيتي پوستو له شتون سره سره بيا هم په شمالي وزيرستان کي د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.”
هغه زياتوي، ” دا يوازې د شمالي وزيرستان د خلګو اندېښنه نه ده بلکې د ټولو پښتنو وېره ده چي يو ځل بيا په منظمه توګه د پښتنو خاورې ته ترهګري رواستل کېږي.”
نوموړی وایي: ” د وزیرستان خلکو ډېري سختۍ ليدلي او د نورو سختیو زغمولو توان نه لرو.”
نوموړی وايي، ولس د دوی ترڅنګ ولاړ دی او دا ځل ولس د وسله والو ډلو پر ضد راپاڅي.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم ويلي، داسي نښي ليدل کېږي چي بيا په لوی لاس د پښتنو پر خاوره د ترهګرو يوه څپه راروانه ده.