لاړل له گلزاره
Aziz Rahman Hazim
زلمی نصرت
که پرون بابا رنگ واخست له ښاماره
رنگارنگ گلونه لاړل له گلزاره
که د نن بابا رنگ واخلي له جباره
اوسني گلان به هم لاړ شي له ښاره
که کارغان د بڼ فضا کړي تکه توره
بڼ به ړنگ شي د کارغانو له کرداره
څوک چې وایي چې کرم گلان په بڼ کې
هم هغه به گلان ریبي بې قراره
دا وطن په فتواگانو نه جوړیږي
دا وطن به جوړ په پوهه شي دینداره
له بابا، بابا ویلو پوره نه شو
ځان آزاد کړه ای پښتونه له دې باره
ای نصرته پښتانه دې خدای هوښیار کړي
چې پیدا کړي ځان ته سمه سپینه لاره
۲۴.۰۱.۲۰۲۰